د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د غورځېدلې الوتكۍ د قربانيانو د هويت د تثبيت پروسه بشپړه شوه


يفتلي:موږ د هويت د تشخيص د بهيرپاى ته رسېدل اعلانوو
يفتلي:موږ د هويت د تشخيص د بهيرپاى ته رسېدل اعلانوو

د پامير د غورځيدلې الوتكۍ د ټولو ۴۴ قربانيانو جسدونه او د وجود ټوټي پيژندل شوي او د پنجشنبي په ورځ د كابل په شهيد سرداد محمد داوود خان روغتون كې خپلو خپلوانو ته وسپارل شول، خو دا چې د دغې الوتكۍ د غورځېدو علت څه وه او له دغې الوتكي څخه د لاسته راغلي تور بكس څخه څه ترلاسه شوي؟

د پامير د هوايي شركت د الوتكې له غورځېدو څخه چې دادى څه باندې دوه مياشتې تيريږي اوس افغان چارواكي وايي، چې د ټولو ۴۴ قربانيانو جسدونه يي په عدلي طب كې د ډي ان اې د تشخيص له لاري پيژندلي دي.

د افغانستان د ملي اردو د روغتيا مشراحمدضيا يفتلې د قربانيانو د هويت د تشخيص د بهير په اړه په يوې خبري غونډه كي وويل، چې د ۱۹ قربانيانو جسدونه خو په لومړېو كې پيژندل شوي وه خو اوس د تشخيص دغه بهير په بشپړه توګه پاى ته ورسېده:

"موږ د هويت د تشخيص د بهير پاى ته رسېدل اعلانوو، ۲۶ نور جسدونه او دغه راز د هغو جسدونو ټوټي چې پخوا يي جسدونه اقاربو ته تسليم شوي وه اوس په بشپړه توګه پيژندل شوي دي چې دغه ټول چې په ۴۴ تابوتونو كي ځاي پرځاي شوي دي د قربانيانو كورنيو ته سپارل كيږي."

ښاغلي يفتلي وړاندې وويل، چې د قربانيو د هويت د تشخيص په دې بهير كي ورسره امريكا، بريتانيا او د تركي له خوا مرسته شوې ده.

راپورونه وايي، چې د پامير دغې انټونوف ډوله الوتكۍ خپله لومړني الوتنه په ۱۹۷۲ ميلادي كال يعنې تقريبا ۳۸ كاله پخوا كړې وه، خو دا چې يوافغان هوايي شركت كولاى شي دومره پخوانۍ او زړه الوتكه راونيسي په دي اړه د افغانستان د ترانسپورت د وزارت مرستيال راز محمد عالمي وويل، چې الوتكۍ نه زړيږي په دې شرط چې ورڅخه مراقبت او ساتنه وشي.

اخوا د پامير د هوايي شركت ريس امان الله حميد وايي، چې شركت يي د نړېوالې بيمي له دفتر سره راجستر دى او كله چې د روغتون له خوا د قربيانو اقاربو ته د خپلو عزيزانو د مړيني سند وركړل شي او د محكمې له خوا د قربانيانو د ورثوو تثبيت وشي نو بيا به هرومرو د قربانيانو كورنيو ته د بيمي پيسي وركړل شي.

د پامير دغه الوتكه د مي د مياشتې په ۱۷ نيټه هغه مهال د كابل په شكردرې نومې سيمه كې وغورځېده چې له كندز څخه يي كابل ته الوتنه كوله.

په دغې الوتكه كي ۳۸ مسافر او شپږ تنه عمله وه چې ۱۵ تنه يي بهرني اتباع وه، چې په هغو كې درې برېتانويان، يو امريكايي، درې تركان، درې پاكستانې، درې تاجكان اوه دوه فيليپينيان شامل وه.
XS
SM
MD
LG