د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۴

په ننګرهار کې سېلابونو ١٧٠ کورونه زيانمن کړي


د سخت باران له امله د ننګرهار ولايت بېلابېلې سيمې ځپل شوي، چې له امله يې سېلابونه راووتل. په دې ترڅ کې د چپرهار، شېرزادو، خوګياڼيو او سره رود په ولسواليو کې ١٧٠ بابه کورونه نړيدلي او زيانمن شوي په سلګونو جريبه ځمکه او فصلونه هم له منځه تللي د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: د خوګياڼيو په ټټنګ، بيار، د سره رود په کاکوخېل، وټه پور او سلطانپور کې دغه راز د چپرهار په ايدياخېلو کې ګڼ کورونه زيانمن شوي.

د سخت باران له امله د ننګرهار ولايت بېلابېلې سيمې ځپل شوي، چې له امله يې سېلابونه راووتل. په دې ترڅ کې د چپرهار، شېرزادو، خوګياڼيو او سره رود په ولسواليو کې ١٧٠ بابه کورونه نړيدلي او زيانمن شوي.

په سلګونو جريبه ځمکه او فصلونه هم له منځه تللي د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: د خوګياڼيو په ټټنګ، بيار، د سره رود په کاکوخېل، وټه پور او سلطانپور کې دغه راز د چپرهار په ايدياخېلو کې ګڼ کورونه زيانمن شوي.

همدغسې د جلال اباد ښار د غربي څنډې په زېړانيو کې هم لسګونه کورونه سېلاب ويجاړ کړي، چې ورسره يوه سپين سرې ښځه هم مړه شوې ده، د سره رود په ولسوالۍ کې هم دوه ماشومان مړه شوي دي.

په خوګياڼيو ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ چې په سېلاب کې بندې پاتې وې د مرستو په هيله دي، د ټټنګ د سيمې يو سيمه ايز مشر پنځوس کلن سيدعمر وويل: ټول مال او عيال يې سېلاب لاهو کړل او تقريباً دوه سوه جريبه ځمکه يوازې په يوه ځاى کې ويجاړه شوه، دغه راز په لسګونه جريبه کرنيز فصل هم تباه شو.

سيد عمر زياته کړه: تر هرڅه ژر مرستو ته اړ دي، له حکومت نه خواست کوي چې عاجلې مرستې ور ورسوي، د ننګرهارد والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: مرستندويه ادارې به ډېرې ژر مرستې وکړي.

ده وويل: همدا نن( پنجشنبه) د ننګرهار د مرستيال والي محمدعالم اسحاقزي په مشرۍ د مرستندويه ارګانونو تر منځ بېړنۍ غونډه وشوه او د پېښو پرضد د بېړنيو مرستو ادارې، د سرې مياشتې ادارې او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې نړۍ وال سازمان(WFP) او دغه راز ځينې نورې ادارې د مرستو لپاره وټاکل شوې، يوڅه غېرې خوراکي مرسته شوې او خوراکي مرستې به همدا نن پيل شي.

تېره اوونۍ هم د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ په ګورېګ او کاشکوټ سيمو کې سېلابونو درون تاوان اړولى و، دا تاوان زياترا هغه کورنيوته رسېدلى و، چې د پاکستان له مهاجرت نه تازه راستنې شوې او له محيط سره يې پوره بلدتيا نه لرله، خلک وايي، حکومت بايد خطري سيمې په نښه او استوګنې کورنۍ سمو ځايونو ته رهنمايي کړي.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG