د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

څيړونكي:په كابل كنفرانس كې ژمنې د واقيعتونو له مخې نه دي شوي


د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارې مشرې ډاكټر پاولا كانتور
د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارې مشرې ډاكټر پاولا كانتور

د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره وايي، د كنفرانس خپرې شوې اعلاميې ته په انتقاد سره وايي چې ځينې مهم ټكې په اعلاميه كې له پامه غورځول شوي دي. د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره افغان دولت او نړېوالې ټولنې ته ځينې سپارښتنې هم لري وايي، چې پكار ده افغان دولت له خلكو سره داسې ژمنې وكړې چې تر سره كول يې ورته ستونزمن نه وي، خو د افغانستان د جمهوري رياست چارواكي وايي چې د خپلو نړېوالو همكارانو په مرسته به له خلكو سره كړې ژمنې پر ځاى كړي.

د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې د كابل نړېوال كنفرانس په اړه په خپل يو نوى خپور شوى راپور كې د دغه كنفرانس د موادو د څرنګوالي په اړه اندېښنه ښكاره كړې ويلي يې دي چې په دغه كنفرانس كې ژمنې د واقيعتونو له مخې نه دي شوي، د دغې ادارې د مسوولينو په وينا په اعلاميه كې ځينې مهم ټكي له پامه غورځول شوې دي.

د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارې مشرې ډاكټر پاولا كانتور د پنجشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې پكار وه د امنيت د ټينګښت په خاطر په پوځي برخه كې د يو پراختيايي او اصلاحاتي پروګرام او د سولې او ثبات د بيا ټينګيولو، د سولې او عدالت د اړتيا، د يو با كيفيته ژوند لپاره د افغانانو د غوښتنو او دغه شان د اوږد مهالو لومړيتوبونو، مشاركتونو او ستونزو په اړه هم په دغه اعلاميه كې يادونه شوې واى:

"په داسې حال كې چې د دولت لوړهمت د پام اوستاينې وړ دى، د خلكو سره د دولت د ژمنو په برخه كې يو شمېرستونزې هم موجودې دى، نو ځكه د هر عمل روڼوالي او كيفيت ته بايد جدي پاملرنه وشي.

د لومړيتوبونو پيژندنه او ترتيب، د ستونزو هوارول او د دې تشخيصول چې د جوړښتونو اصلاحات، د كليو پراختيا او اقتصادي فرصتونو برابرول اوږد مهالې ژمې دي."

د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې افغان دولت او نړېوالو ملاتړو ته يې وړانديز كړى چې د مهمو اصلاحاتو په برخه كې د سياسي ارادې د ښكاره كولو، ژمنو ته لومړيتوب وركول او ورڅخه څارنه او دغه شان د پوځي او پراختيايي پروګرامونو د بيلولو برخې ته پام واړوي.

د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره وايي، افغان دولت ته پكار ده چې له خلكو سره هغه ژمنې وكړي چې تر سره كول يې په وس كې ويني.

خو د افغان ولسمشر يو وياند احمد ضيا سيامك وايي، چې د نړېوالې ټولنې په همكارئ سره به د كابل په نړېوال كنفرانس كې كړې ژمنې هرو مروعملي شي:

"افغان دولت ټول پروګرامونو اعيار كړي دي، كله چې د نړېوالې ټولنې مرسته افغانستان ته وركړل شي او افغان دولت هم په دې برخه كې خپلې ټولې هڅې وكړې موږ به د كابل كنفرانس پريكړې عملي كړو.

د هيله منتيا خبره دا ده چې د كابل د نړېوال كنفرانس له پريكړو څخه نړېوالې ټولنې خپل ملاتړ څرګند كړى دى."

د كابل نړېوال كنفرانس د شا او خوا اويا هېوادونو او نړېوالو سازمانونو د استازو په ګډون د چنګاښ د مياشتې په ۲۹ مه نېټه جوړ شو چې مهم ټكي په كې تر ۲۰۱۴ زيږديز كاله پورې افغان امنيتي ارګانونو ته د افغانستان د امنيت ساتنې د پروګرام سپارل او د افغان دولت له لارې د نړېوالې ټولنې په سلو كې پنځوس د مرستو مصرفول دي.
XS
SM
MD
LG