د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

راسموسن:له افغانستان څخه په وتلو کې بېړه نه کوو


اندریس فوګ راسموسن
اندریس فوګ راسموسن

د ناټو سرمنشي وايي، له افغانستان څخه د دغه تړون او نورو نړېوالو ځواکونو وتل کومې ځانګړې نېټې پورې نه بلکه امنیتي وضیعت او د دغه هېواد په اړه د نړېوالې ټولنې په تعهداتو پورې تړلی دي.

د جرمني د خبري اژانس په وینا اندریس فوګ راسموسن چې په اسلام اباد کې يې له پاکستاني چارواکو سره له کتنې وروسته دا څرګندونې کولې وویل، متحدین به له وخت نه مخکې له افغانستان څخه ونه ووځي.

نوموړي خبردارۍ ورکړ چې له دغه هېواد نه په بیړه سره وتل به طالبانو ته زمینه برابره کړي، چې بیا واک ته ورسیږي او افغانستان یو ځل بیا نړېوالو ته په ګواښ بدل کړي.

د ناټوسرمنشي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغان ولسمشرحامد کرزي د کابل په نړېوال کانفرانس کې ژمنه وکړه چې د هېواد امنیتي ځواکونه به يې تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې د امنیتي چارو د سمبالولو جوګه وګرځي.

بل لور ته د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د کورینو چارو وزارت وویل، چې پولیس او نور افغان امنیتي ځواکونه په تدریجي توګه له نړېوالو ځواکونو څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د امینتي چارو د ترلاسه کولو لپاره چمتو دي.

راسموسن یو ځل بیا د افغان امینتي ځواکونو د روزنې لپاره د دغه تړون پرژمنو ټینګار وکړ.

هغه دغه راز وویل، چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو موجودیت د ګاونډي پاکستان د ثبات لپاره هم مهم دی.

د ناټوعمومي منشي پاکستاني مقاماتو ته په اشارې سره وویل، چې ناټوبه پرینږدي چې ستاسو په سیمه کې امنیتي خلا او بې ثباتي دوام ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې له راسموسن سره يې په ګډه خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، هېواد يې په افغانستان کې د ځان لپاره کوم رول په پام کې نه لري خو که افغانان ترې وغواړي نو پاکستان چمتو دی چې په افغانستان کې د ثبات په راوستولو کې همکاري وکړي.

د جرمني خبري اژانس وايي، د پاکستان حکومت د خپلې استخباراتي شبکې له لارې د افغانستان په چارو کې د پام وړ مداخله لري او دغه هېواد د افغان دولت وسله والو مخالفانو ته د پناه ځایونو په برابرولو هم تورن دی.

د لویدیځو اژانسونو په وینا دې ته پام سره چې پاکستان د امریکا ستر متحد هېواد بلل کیږي په اغلب ګمان دغه هېواد به په پټه د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره هم هڅې کوي.
XS
SM
MD
LG