د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

افغان دولت او امريكا د كابل نړېوال كنفرانس بریالی بللی


ولسمشر حامد كرزى او هيلري كلينټن
ولسمشر حامد كرزى او هيلري كلينټن

افغان دولت،امریکا او نوروهېوادونو د کابل نړېوال کانفرانس د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمه او کامیابه غونډه بللې ده. د امریکا ولسمشراود بریتانیا صدراعظم په خپله وروستۍ کتنه کې ددغه کانفرانس هرکلۍ وکړ. د افغانستان ولسمشرحامد کرزي وویل، تر ۲۰۱۴ کال پورې به افغان ځواکونه د دې جوګه شي چې د خپل هېواد امینتي چارې پر غاړه واخلي.

ولسمشر کرزي له نړېوالو وغوښتل، چې له وسلوالوطالبانو سره د سولې په اړه د افغان دولت له پلان ملاتړ وکړي او په دې لړکې ورسره لازمه همکاري وکړي،خو وسله والو طالبانو بیا د یوې اعلاميي په خپرولو سره د کابل کانفرانس یوه ناکامه او بې نتیجې ناسته بللې ده.

په انټرنېټ باندې په انګلیسې ژبه خپره شوې اعلامیه کې طالبانو ویلي چې د کابل د کانفرانس اجنډا نامعلومه اوګونګه وه.

د اعلامېي له مخې امریکا او متحدان يې د افغانستان د شخړې په هواري کې پاتې راغلي او غواړي چې اوس له دغه هېواد څخه ځانونه وباسي او ټولې ستونزې او ناخوالې افغان دولت ته پریږدي.

د اسوشیټید پریس خبري اژانس په وینا طالبانو دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې چې د کابل کانفرانس ته د نیولو شوو شدیدو امنیتي تدابیرو له امله دوي ونشو کولی چې د دغې نړېوالې غونډې د ګډوډلو لپاره خپلې حملې ترسره کړي.
XS
SM
MD
LG