د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۴

منګل: تر راتلونکو ۴ کالو پورې د هېواد د امنیتي مسوولیت اخیستو ته چمتو یو

ښاغلی منګل وايي، د پلان له مخې به سږ كال د ملي پوليسو شمير يو لكو دوه ويشت زرو ته ورسول شي
ښاغلی منګل وايي، د پلان له مخې به سږ كال د ملي پوليسو شمير يو لكو دوه ويشت زرو ته ورسول شي

د كابل د نړيوال كنفرانس له مهمو پريكړو يوه هم تر ۲۰۱۴ ميلادي كال پورې په افغانستان كې ملي ځواكونو ته د امنيتي مسووليت سپارل و. د افغانستان د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې افغان امنيتي ځواكونه چمتو دي چې په تدريجي توګه امنيتي مسووليتونو ته غاړه وركړي.

له كله نه چې په افغانستان كې ملي ځواكونو ته د امنيت سپارلو مساله مطرح شوې، د افغان ځواكونو د ظرفيتونو او وړتياوو په اړه هم يو لړ انديښنې او پوښتنې راپور ته شوي.

خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت چارواكي په دې باور دي، چې د پوليسو په ګډون افغان ځواكونه به د دې توانايي پيدا كړي، چې تر ټاكلې نيټې يعنې ۲۰۱۴ ميلادي كال پورې د هېواد امنيتي مسووليت ته اوږه وركړي.

د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال منير منګل د چهار شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، افغان ځواكونو ته د امنيت سپارلو پلان بشپړ دى او افغان ځواكونه به په تدريجې توګه د امنيتي مسوولتونو د اخيستلو جوګه شي:

"د مسووليت انتقال به په يوه يا څو ولايتونو كې وي، په دې ولايتونو كې به د حكومتدارۍ او د بيارغونې په برخه كې هم مسووليتونه وليږدول شي.

دا هغه دوه اساسي عناصر دي چې هلته به له موږ سره د امنيت په ټينګولو كې مرسته وكړي. د دې پروسې پلان بشپړ شوى دى، چې د كابل په كنفرانس كې هم مطرح شو.

د پلان له مخې به دا پروسه به څلور پنځه كاله وخت ونيسي او افغان ځواكونه به د دې وړتيا پيدا كړي، چې د امنيت مسووليت پر غاړه واخلي.)

د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي د كابل په نړيوال كنفرانس كې يو ځلې خپله ژمنه تكراره كړه، چې افغان امنيتي ځواكونه به تر ۲۰۱۴ كال پورې د ټول هيواد امنيتي مسووليت پرغاړه اخلي.

خو جمهور ریيس كرزي په دې برخه كې وويل، چې د هېواد پوليس او استخبارات يې لا ښه والي او روزنې ته اړتيا لري.

افغان چارواكو او نړيوالې ټولنې له پخوا پريكړه كړې، چې د ملي اردو او پوليسو شمير به زياتوي او د هغوى د تجهيزولو لپاره به كار كوي.

د كورنيو چارو د وزارت مرستيال منير منګل وويل، چې په پلان كې ده سږ كال د ملي پوليسو شمير يو لكو دوه ويشت زرو ته ورسول شي:

"د روان كال يعنې د ۱۳۸۹ كال تر پايه به موږ يو لكو دوه ويشت زره پوليس ولرو، او په راتلونكې كال كې به موږ دغه شمير يو لكو څلور دېرش زرو ته ورسوو.

په دې توګه زموږ وړتياوې زياتيږي او تر كله چې موږ د امنيت مسوولت پر غاړه اخلو، موږ د امنيت د ټينګولو لپاره وړتياوې ولرو."

افغان ځواكونو ته د امنيت سپارلو مساله د امريكا د جمهور ریيس د تير كال له اعلان سره تړلې ده، چې ويلي يې و له افغانستان نه به د ۲۰۱۱ كال په جولاى مياشت كې د خپلو ځواكونو په ويستلو پيل وكړي.

خو په اوس وخت كې د افغان ځواكونو په ځانګړې توګه د پوليسو د ظرفيتونو د ټيټوالي او د هغوى د غير مسلكي والي په اړه شكايتونه موجود دي، همداراز ويل كيږي، چې افغان ځواكونه په لازمو وسلو او تجهيزاتو سنبال نه دي.

خو افغان چارواكي تمه ښيي چې د نړيوالې ټولنې په مرستې سره به د خپلو ځواكونو شمير ډير كړي او په لازمو وسلو به سنبال شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG