د بزګرو د اقتصاد د پياوړتيا، د اوبو خوړ د غوره سيستم، د بزګو د محصولاتو د زيرمه كولو، پروسس او بازار موندنې د امكاناتو د برابرولو په برخو كې د امريكا د متحده ايالتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې له افغان دولت سره د ۱۵۰ميليون ډالرو په ارزښت تړون لاسليك كړ.
د افغانستان د كرنې وزير اصف رحيمي د دې تړون د لاسليك كولو پر مهال وويل، چې د پور وركونې د خدمتونو وړاندې كول، كولى شي، چې له بزګرو سره د كيمياوې سرې او تخمونو په اخيستلو كې مرسته وكړي.
"قرضه به د تجارتي بانكونو او نورو مالي موسسو له خوا د كوپراتيفونو، بزګرانو او د كرهنې په برخه كې پانګه والو ته وركړل شي.
د كرهنې د پراختيا صندوق به د لومړي كال په ترڅ كې چې سږكال يي لومړنى كال دى، د اتلسو نه تر څلرويشتو ميليونه ډالرو پورې د دولس زره مشتريانو لپاره برابرې كړي.
د دوهم كال تر پايه پورې به تر دېرشو ميليونه ډالرو پورې د اتلسو زرو نورو مشتريانو لپاره وركړي."
له كابل كنفرانس څخه وروسته له افغانستان سره دا د كرنې د پراختيا لپاره د امريكا د متحده ايالتونو له خوا لومړنى مرسته بلل كيږي.
د چارواكو په وينا د بزګرو د كرنيزو محصولاتو د بازار موندنې، د صادرولو او هغوى ته د اړتيا وړ موادو د واردولو لپاره د پراختيايي صندوق جوړل يو مهم ګام دى.
په همدې حال كې د يو. اېس. اې. اى. ډي يا د امريكا د متحده ايالتونو د نړيوالې پراختيا اداره وايي، چې دغه تړون، د افغانستان له كرنيز سكتور سره د اوږد مهاله ملاتړ زمينه برابرولى شي.
د امريكا د متحده ايالتونو د پراختيايي ادارې رييس ارجف شاه وايي:
"لكه څنګه چې د كابل په كنفرانس كې ياده شوه، د امريكا حكومت غواړي څو خپل كارونه د افغان حكومت سره يو ځاى پيل كړي او خپلي مرستي د افغان حكومت له لاري و لګوي.
د كرنې د پراختيا صندوق جوړول موږ ته د دواړو اهدافو د تر لاسه كولو لپاره مرسته كوي. هم د كرنې د وزارت د وړتيا په لوړولو كې او هم بزګرانو ته د قرضه وركوني په برخه كې.
موږ د كرنې له وزارت سره ځانګړى مشاركت لرو او د كرنې له سكټور سره د دوام داره مرستو ليواله يو."
د افغانستان د كرنې او مالدارى وزارت په وينا د افغانستان او پاكستان تر منځ د نوي سوداګريز او ټرانزيټي تړون لاسليك كېدل د هېواد بزګرانو لپاره ښه خبر دى، ځكه چې بزګر له دې وروسته كولى شي، خپل كرنيز محصولات د پاكستان هرې سيمې او آن هندوستان ته هم لېږدولى شي.
د افغانستان د ماليې وزارت په دې وروستيو كې د كرنې د پياوړتيا لپاره د غنمو او اوړو ماليه هم لوړه كړې ده.