د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

لویه څارنوالۍ د غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي


بلخ ولایت موظف پلاوی وايي، چې په بلخ کې ۳لکه دولس زره جریبه ځمکه زورواکانو غصب کړې چې ۶۰ زره یې د هغوی له منګلو خلاصه کړې ده.
بلخ ولایت موظف پلاوی وايي، چې په بلخ کې ۳لکه دولس زره جریبه ځمکه زورواکانو غصب کړې چې ۶۰ زره یې د هغوی له منګلو خلاصه کړې ده.
د غصب شويو دولتي ځمكو د بيرته راخلاصېدو د هڅو په لړ كې د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې په بلخ كې يې په زرګونو جريبه مځكه د غاصيبينو له منګلو څخه په دې وروستيو كې راخلاصه كړې ده.

په بلخ كې د غصب شويو مځكو د بيرته راخلاصيدو لپاره د افغانستان لويې څارنوالۍ يو با صلاحيته پلاوی دغه ولايت ته ليږلى و، چې كابل ته د بېرته ستنيدو څخه وروسته د دغه پلاوي يوه غړي څارنوال اسدالله پوپلزي د چهارشنبې په ورځ د خپلو لاسته راوړنو په اړه په يوې خبري غونډه كې داسې وويل:

"دغه د هیات چې د کابل د لوی څارنوال صاحب په هدایت مزارشریف ته تللی و، د اوراقو په مطالعې سره معلوم شول، چې درې لکه دولس زره جریبه ځکه د زورواکانو له خوا غضب شوې ده او دغه هیات چې هلته تللی و، دومره وتوانېد چې ۶۰ زره ځمکه له غاصبینو خلاصه او د کرنې ریاست ته یې وسپاري."

ده وړاندې وويل، چې د دغو ځمكو غاصبين اكثرا پخواني قومندانان او زورمندان دي، چې په يوه نه يوه ډول اوس هم په محلي حكومتي ادارو كې نفوذ لري.

پوپلزي زياته كړه، چې له غاصبينو څخه دغه راخلاصه كړاى شوې مځكه د حيرتانو د دوه لاري او دغه راز د حيرتانو او حيرتانو د سيمو ترمنځ پرته وه.

په عين حال كې د افغانستان د لويي څارنوالۍ د خپرونو مشر محمد هاشم صافي په دې خبري غونډه كې وويل، چې له غاصبينو څخه د دولتي مځكو د بېرته اخيستلو دغه بهير به د افغانستان په ټولو ولايتونو كې پر مخ ولاړ شي.

"د دې لپاره چې حکومت خپلې مځکې بېرته لاس ته راوړي او له هغې ته په سالمه توګه استفاده وکړي، لویه څارنوالی یو پروګرام تر لاس لاندې لري، چې په تدریجي ډول تطبیقږي.

له دې ډلې څخه د بلخ ولایت و، له هغې مخکې د کندهار ولایت د ځمکو مساله وه، له دې نه وروسته چې په اولیت کې قرار لري هغوي ته هیات لېږل کیږي."

په افغانستان كې د جګړو د كلونو په ځانګړې توګه د تيرو نهو كلونو په دوران كې د افغانستان په مركز او ولايتونو كې د زورمندانو له خوا په ميليونونو جريبه دولتي او حتی د خلكو شخصي ځمكې غصب شوي دي.

زورواكانو په اكثرو دغو مځكو باندې حتی شخصي ودانۍ ابادې كړي دي او په خپلو وسلوالو كسانو يط د ټوپك په زور ساتنه هم كوي.

خو افغان چارواكي وايي، چې د ولسمشر حامد كرزي له خوا يوه ځانګړی كميسيون ته دنده سپارل شوې ده، چې په دغو ټولو مځكو باندې د غاصبينو واك پاي ته ورسوي.

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG