د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره - شپږمه برخه


مارټین لوټر کینګ او میرمن یې د نوبل د جایزې د اخیستلو پر مهال
مارټین لوټر کینګ او میرمن یې د نوبل د جایزې د اخیستلو پر مهال

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره ، د ازادی راډیو د ځانګړو خپرونو لړۍ ده چې احمد تکل یې جوړوي .

دا اونۍ په دې لړۍ کې په امریکا کې د تورپوستکو د مدني حقونو لپاره د مارتین لوټرکېنګ په مشرۍ د مبارزو په اړه خبرې شوې .

لوټرکېنګ په داسې یوه وخت کې وزېږېد او ځوان شو چې په امریکا کې د تورپوستکو په وړاندې ډېر لوی تبعیض روان و. تورپوستان هغه مهال د ژوند له ډېرو ابتدايي حقونو څخه بې برخې و، تورپوستو ته د سپین پوستکو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د درس اجازه نه وه، رستورانتونه یې بېل و او حتی په بسونو کې د تورو او سپینو ځای معلوم و، خو لوټرکېنګ د تورپوستو د مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مبارزو مشري په داسې طریقه وکړه چې په پای کې یې په امریکا کې د بشري حقونو په ګټه د نژادي توپیر ضد مهم قوانین تصویب شول. په دې قوانینو کې د مهاجرت، تابعیت، د بشري آزادۍ او مساوات، د استوګنې د سیمې د انتخاب او نور قوانین شامل وو.

دا د عدم تشدد د فلسفې پر بنسټ ولاړه اوږده مبارزه وه چې ګاندي څو لسیزې مخکې په هند کې د برتانوي استعمار پرضد پیل کړې وه. دا مبارزه په شلمه پېړۍ کې په جنوبي افریقا کې د نلسن منډېلا، په متحدو ایالاتو کې د مارتين لوټرکېنګ او د نړۍ په نورو برخو کې د نورو شخصیتونو په مشرۍ بریالۍ شوه.

لوټرکېنګ په خپله دا منله چې ده د ګاندي له مبارزو څخه پراخ الهام اخیستی دی:

((ما د ګاندي نوم اورېدلی و. زه د ده له پیغامه ډېر زیات متاثر شوم او هماغه و چې زه ولاړم او د ګاندي په اړه مې څو کتابونه واخیستل. د ګاندي او د ده د تګلارې په اړه. دلته و چې زه یې ترژور اغېز لاندې راغلم، خو هېڅکله په دې نه پوهېدم چې یوه ورځ به زه هم له داسې یوه حالت سره لاس ګرېوان شم چې ماته به د ګاندي ګټه ورسېږي.))

لوټرکېنګ د ګاندي په څېر په دې عقیده و چې له ظلم او استبداد سره په مبارزه کې د مبارزې د لارویانو طریقه او تګلاره باید هومره پاکه او خالصه وي لکه اهداف یې چې دی. ده به ویل، په مبارزه کې تشدد غیراخلاقي او عدم تشدد اخلاقي عمل دی.
مارټین لوټر کینګ د امریکا له پخواني ولسمشر لیډن جانسن سره روغبړ کوي


مارتین لوټرکېنګ د ۱۹۲۹م کال د جنورۍ په ۱۵مه د امریکا په جیورجیا ایالت کې وزېږېد. د ده د پلار نوم هم مارتین لوترکېنګ و. دی له ښوونځي وروسته پوهنتون ته ولاړ او مورهاوس له کالج څخه یې د ټولنپېژندنې په برخه کې لیسانس واخیست، خو په دې برخه کې په نورو زده کړو بریالی نشو، ځکه د یېل Yale په پوهنتون کې یې د شمول اجازه ترلاسه نشو کړای او دې ته اړوت چې په پنسلوانیا کې د دین پېژندنې په پوهنتون کې د الهیاتو په برخه کې زده کړو ته دوام ورکړي او بالاخره په ۱۹۵۵م کال کې یې د بوستن له پوهنتون څخه دکتورا واخیسته. دا داسې وخت و چې ډاکټرلوټرکېنګ د الاباما د مونتګومري په یوه کلیسا کې د کشیش په توګه کار کاوه.

په ۱۹۵۳ میلادي کال کې یې له کورتاسکات سره واده وکړ او د څلورو ماشومانو پلار شو.

ده د یوه مذهبي مشر په توګه د عدم تشدد لاره غوره کړه، خلک یې پرځان راټول کړل او د مدني حقونو لپاره مبارزه یې بریالۍ کړه. ده له ۱۹۵۷م څخه تر ۱۹۶۸ کاله په امریکا کې دننه ډېر سفرونه وکړل او زرګونه ویناوې یې وکړې. لوټرکېنګ له ګاندي څخه الهام اخیستی و، خو توپیر یې په دې کې و، چې ګاندي یو بودايي مذهبي مشر او دی مسیحي مذهبي مشرو.

د تورانتو په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد، رامین جهانبګلو چې په ایران او نړۍ کې یې د عدم تشدد د فلسفې په اړه مطالعه کړې او څو کتابونه یې لیکلي، د عدم تشدد د مبارزو په تاریخ کې د مارتین لوټرکېنګ ځای ځانګړی بولي:


((موږ د بشریت په تاریخ کې د عدم تشدد په مبارزه کې دوه ډوله حرکات لرو چې یو یې بودیزم، جینیزم او حتی مسیحیت دی. دې ته موږ ډېر دعقیدتي عدم تشدد نوم ورکولای شو. موږ وینو چې مارتین لوترکېنګ د یو مسیحي کشیش او ګاندي د یو هندو په توګه عدم تشدد غوره کړی و. د عدم تشدد بل ډول چې د نلسن منډېلا په څېر خلکو کې لیدل کېږي دا دی چې دوی له دې فلسفې څخه د یوې ستراتیژۍ او تکتیک په توګه کار اخلي او هېڅ راز دیني او فلسفي بنسټ نلري. مثلاً دوی له منفي مبارزې یا له مدني مقاومت څخه کار اخلي.))

مارتین لوټرکېنګ په ۱۹۵۵ کال کې د الاباما په مرکز، مونتګومېري Montgomery کې د بسونو د تحریم لپاره د تورپوستکو د غورځنګ له مشرانو څخه شو. د بسونو د تحریم غورځنګ د روزاپارک په نوم د یوې مېرمنې له سرغړونې څخه پیل شو چې وروسته خبره ډېره لویه شوه.

په الاباما ایالت کې دهغه وخت د جاري قوانینو له مخې په بسونو کې د تورپوستو او سپین پوستو لپاره بېل بېل ځایونه و، چې ډریورانو کولای شوای دا ځایونه بدل کړي.

یوه ورځ په داسې حال کې چې په بس کې د سورلیو بیروبار ډېر و، د بس ډریور له روزاپارک څخه غوښتنه وکړه، څو د تورپوستکو د کېناستو د ځای د بدلولو لپاره د بس مخکینۍ برخې ته ورشي، خو روزاپارک دا خبره ونه منله. نوموړې د ۱۹۵۵م کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د دې سرغړونې په تور ونیول شوه.

خو تورپوستکو چې لوټرکېنګ یې مشري کوله د عدم تشدد د فلسفې پر بنسټ سوله ییز اعتراض پیل کړ. د لوټرکېنګ په مشرۍ د کلیسا په غونډو کې د ټولو نقلیه وسایطو د تحریم وړاندیز وشو او ومنل شو. د دې تحریم هدف په پیل کې په بسونو کې د تورپوستو اوسپین پوستو د بېلتون د کرښې تثبیت و. د تورپوستو کارګرانو او مامورینو شمېر ډېر زیات و، او له همدې وجې ترانسپورتي شرکتونو ته سخت زیان واوښت.

تورپوستکو په یوه خوله له بسونو څخه له کار اخیستو ډډه وکړه او د هغه پرځای یې له شخصي موټرو څخه کار اخیستل پيل کړل. هغو کسانو چې موټر لرل، هره ورځ له ځان سره نور تورپوستکي کار ته بیول او بېرته یې کورونو ته راوستل.

حکومت په عکس العمل کې د بیمې شرکتونو ته وویل چې د دې ډلې کسانو د موټرو بیمه ونه مني، خو تورپوستو ټکسي چلوونکو مرستې ته راودانګل او دې ته حاضر شول چې تحریموونکي د سړي پرسر په لس سنټه چې د بس له کرایې سره برابر و، کارځای او کور ته ورسوي، خو حکومت هم نوی قانون وضع کړ چې له مخې یې هېچا حق نه لاره چې له ۴۵ سنټو کمه کرایه واخلي.

له دې وروسته په تحریم کې شاملو لسګونه زره کسانو پرېکړه وکړه چې د کارځای او کور ته په پښو تګ راتګ وکړي. دا وخت به سهار او مازیګر په لارو او واټونو کې د تورپوستکو لویه ګڼه ګوڼه جوړه وه. ځینو به له بایسکلونو او موټرسیکلونو څخه کار اخیست.

مخالف سپین پوستي هم وزګار کېنناستل او څوځلې یې د تورپوستکو پرضد حملې وکړې. په دې ترڅ کې به د ښار په بېلابېلو برخو کې تورپوستکي وهل کېدل او یوځل خو د لوټرکېنګ پر کور بمي حمله هم وشوه.

دا تحریم د ۳۸۱ ورځو یعنې د یوه کال او شپاړسو ورځو لپاره دوام وکړ، خو په پای کې، د امریکا عالي قضايي دیوان په دې هېواد کې د تورپوستکو پرضد د تبعیض قانون لغو کړ.

کېنګ په ۱۹۵۷ کې د جنوبي مسیحیانو د مشرتابه کنفرانس په نوم ډله جوړه کړه چې هدف یې د مدني حقونو په قوانینو کې د اصلاحاتو لپاره د کلیسا له اخلاقي او دیني ځواک څخه په کاراخيستو سره په تورپوستانو کې د عدم خشونت د مبارزو هڅول و.

له دې وروسته کېنګ او دده همکارانو د امریکا په بېلابېلو برخو کې د خلکو د سوله ییزو مظاهرو او مارشونو مشري وکړه. په دې کې ترټولو تاریخي غونډه د ۱۹۶۵م کال د مارچ په ۲۵ جوړه شوه چې د واشنګټن د مارش په نوم یادېږي او د امریکا د هغه وخت ولسمشر، لیندن جانسن یې په جوړولو کې مرسته وکړه. دمارش هدف په جنوب کې د تورپوستانو د بېوزلۍ او د ژوند د ناوړه شرایطو بیان و. په دې غونډه کې چې د امریکا د شپاړسم ولسمشر ابراهام لنکن د څلي مخې ته جوړه شوې وه، د بېلابېلو قومونو په ګډون له دوه نیم سوه زره زیاتو خلکو برخه اخیستې وه. همدلته و، چې د مارتین لوټرکېنګ مشهوره وینا، "زه دا ارمان لرم" په تاریخ کې ثبت شوه:

((که څه هم موږ د نن او سبا له کړاوونو سره لاس ګریوان یو، خو زه لاهم یو ارمان لرم. دا هغه ارمان دی چې د امریکا په ارمانونو کې ژوره ریښه لري. زه دا ارمان لرم چې دا ملت به یوه ورځ راپاڅېږي او د خپلې عقیدې په رښتینې معنی به ژوند پیل کړي. موږ به پرېږدو څو دا حقیقت چې ټول انسانان انډول خلق شوي په خپله روښانه شي. زه دا ارمان لرم چې یوه ورځ به د پخوانیو برده ګانو او برده دارانو بچیان وتوانېږي د جیورجیا د سرو غونډیو پرسر، د ورورۍ د مېز شاوخوا ته په ګډه کېني. زه دا ارمان لرم.))

د لوټرکېنګ دې وینا نه یوازې شاعرانه روح درلود، بلکې د امریکا د هغه وخت د قوانینو پرضد د تورپوستکو د اعتراض آواز و. ده د داسې یوې ټولنې د جوړېدو غوښتنه کوله چې هلته تور او سپین ته په یوه سترګه کتل کېږي او خلکو ته د درناوي بنسټ، د هغو د پوستکي رنګ نه وي. دا د کېنګ د وینا یوه ډېره مهمه برخه وه:

((زه دا ارمان لرم چې زما څلور واړه ماشومان به یوه ورځ په داسې یوه هېواد کې اوسي چې د دوی په اړه به د دوی د پوستکي د رنګ نه، بلکې د دوی د شخصیت د ظرفیت پر بنسټ قضاوت کېږي. نن زه دا ارمان لرم. دا زموږ هیله ده او هغه عقیده ده چې زه جنوب ته ورسره ځم. له دې عقیدې سره به موږ په دې وتوانېږو چې د ناامېدۍ له غره څخه د امېد تیږه راوباسو. له دې عقیدې سره به موږ په دې وتوانېږو چې د خپل ملت بېخونده ساز د ورورولۍ په ښایسته نغمه بدل کړو. له دې عقیدې سره به موږ وتوانېږو چې په ګډه کار وکړو، په ګډه لمونځ وکړو، په ګډه هڅه وکړه، زندان ته په ګډه ولاړ شو، د آزادۍ لپاره په ګډه ودرېږو، ځکه په دې به پوهېږو چې موږ به یوه ورځ آزاد شو.))

دا مهال لوټرکېنګ خپلو ځینو اهدافو ته رسېدلی و. د ده په مشرۍ د سوله ییزو مظاهرو اواعتراضونو په پای کې حکومت د غورځنګ ډېرو غوښتنو ته غاړه کېښوده. د مثال په ډول په ۱۹۶۴م کال کې د تورپوستکو د انډول مدني حقونو او په ۱۹۶۵م کال کې د دوی د رای ورکولو لایحې تصویب شوې، خو له سپین پوستکو سره د بشپړو او انډول حقونو هیله لاهم نه وه ترسره شوې.

له دې وروسته لوټرکېنګ خپله مبارزه له جګړې سره مخالفت، او د منابعو عادلانه وېش ته ځانګړې کړه. ده په ۱۹۶۸م کال کې د بېوزلو خلکو د ژوند د ښېګڼې لپاره کمپاین پیل کړ او د امریکا له ډېرو بېوزلو خلکو سره د مرستې غوښتنه یې وکړه.

د ۱۹۶۴م کال په اکتوبر کې لوټرکېنګ د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی شو. ۳۵ کلن لوټرکېنګ تر هغه وخته په نړۍ کې د نوبل د جایزې تر ټولو ځوان کټونکی و، او دا جایزه ده ته په امریکا کې د عدم تشدد له لارې د نژادي توپیر د ختمولو د غورځنګ د مشرۍ په خاطر ورکړل شوه.
خو د مدني حقونو دې تورپوستي مبارز د دومره شهرت او محبوبیت ترڅنګ ګڼ شمېر دښمنان هم لرل. دا دښمنان د تورپوستانو له انډول حقونو سره مخالف نژادي توپیرپالونکي وو چې له ده سره کینه یې لا په زړونو کې ساتلې وه.

د ۱۹۶۸ کال د اپرېل په څلورمه نېټه پر مارټین لوټرکېنګ په داسې حال کې د مرمۍ ډز وشو چې د ټینسي ایالت په ممفیس ښار کې له بېوزلو کارګرانو سره ګډې مظاهرې ته د تیارۍ په حال کې و او څو شېبې وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه. د ده په جنازه کې شاوخوا درې سوه زره کسانو ګډون کړی و.

مارټین لوټرکېنګ نه یوازې د امریکا په تاریخ کې بلکې د ټولې نړۍ لپاره ډېر ستر شخصیت تېر شوی. د اخلاقو، دین ، فلسفې او ټولنیزو مسایلو په برخه کې د ده پر نظریاتو، تراوسه هم څېړنې کېږي. له ده نه ډېرې په زړه پورې ویناوې راتلونکو نسلونو ته پاتې دي.

لوټرکېنګ په دې نظر و، چې که په یو غورځنګ کې محبت کم شي، نو بیا وسله والې مبارزې ته مخه کوي. ده به ویل، که د یوې ټولنې اکثریت خلک دا احساس کړي چې دوی په ټولنه کې ونډه نه لري، نو پرته له دې چې پوه شي، د هغې ټولنې بربادي غواړي.

دا مشهوره وینا هم د لوټرکېنګ ده چې ویل یې، د آزادۍ لپاره تنده باید د کرکې او بېزارۍ د جام په څښلو سره ماته نکړو.

د شپږمې برخې پای
XS
SM
MD
LG