په سيمه كې دسوداګرۍ د ودې او د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سوداګريزو او ترانسپورتي ستونزود حل لپاره د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اود ترانزيټ په برخه كې يوتړون لاسليك شو چې ځانګړى اهميت لري.
د افغانستان جمهوري رياست د دغه تړون د اهميت په اړه وايي، چې د دغه تړون په ترڅ كې به واردات او صادرات ښه شي او خلكو ته به د كار كولو زمينه هم برابره شي.
د افغانستان د ولسمشر د وياند مرستيال احمدضيا سيامك هېروي وايي، چې اوس به د دغه تړون ترعملي كېدو وروسته زياتې اسانتياوې رامنځته شي:
"د ترانزيټ اوسوداګرۍ په برخه كې دغه تړون ډير اهميت لري، چې ګټه يي نه يواځې د افغانستان او پاكستان خلكو ته رسيږي بلكه په دې ټوله سيمه كې به د صادراتو او وارداتو په برخه كې يو شمېر اسانتياوې برابرې كړي، دغه تړون د هغوستونزو د حل په برخه كې لاسليك شوى دى چې تر دې مخكې پيژندل شوې وې."
تردې مخكې په ۱۹۶۵ ميلادي كال كې هم د ترانزيت او سوداګرۍ په برخه كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ يو تړون لاسليك شوى وه، څو د كراچۍ د بندر له ليارې د افغانستان مواد د جنوبي اسيا هېوادونو ته ورسوي، خو د سوداګرۍ له اوسنۍ وضعې سره يي چندان اړخ نه لږاوه او له همدې امله افغان سوداګرو د خپلو مالونو د صادرولو لپاره له افغان حكومت څخه وغوښتل، چې په دې برخه كې يو نوى تړون له پاكستان سره لاسليك كړي.
افغان سوداګرهم له دغه تړون څخه خوښي څرګندوي او زياتوي چې دا تړون به د سوداګرۍ په وړاندې زيات خنډونه هوار كړي، ټاكل شوې ده چې اوس به دغه تړون د دواړو هېوادونو پارلمان ته هم د تصويب لپاره وليږل شي.
د افغانستان جمهوري رياست هيله څرګنده كړې ده، چې د دواړو هېوادونو پارلمانونه به هم دغه تړون ژر تر ژره تصويب كړي، افغان سوداګر چې د اوږدې مودې راهيسې يي د افغانستان او پاكستان ترمنځ د يوه داسې تړون غوښتنه كوله وويل، چې بايد د دغه تړون د عملي كېدو په برخه كې هم دا مهال رېښتوني او كوټلي ګامونه پورته شي.
مجاهد جواد.