د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۲

كابل د سيمه ايزې همكارۍ د سازمانونو د كنفرانس كوربه و


دغه كنفرانس چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوښت جوړشوى وو، په كې د شپږو ګاونډوېو هېوادونو په ګډون د سيمه ايزو همكارېو اتو سازمانونو برخه اخيستې وه، چې د افغانستان لپاره يي د خپلو مرستو د همغږي كولو په اړه خبرې وكړې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي دا كنفرانس له اهيمته ډك وباله او په دې كنفرانس كې يي د راټولو شوېو سازمانو په همغږي ټينګار وكړ.

د كابل له نړېوال كنفرانس نه يوه ورځ مخكې نن دغه ښارله افغانستان سره د همكارۍ په برخه كې د سيمه اېزوهمكارېو سازمانونواو ګاونډېو هېوادونو د يوه كنفرانس كوربه هم و.

په دغه كنفرانس كې د شپږو ګاونډېو هېوادونو سربيره د سيمه اېزو همكارېو د اتوسازمانونو استازو په كې ګډون كړى وواو د افغانستان لپاره يي د مرستو د همغږي كولو په څرنګوالي خبرې وكړې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي چارو رئيس عنايت الله نبيل وويل، چې په دې كنفرانس كې د تركيي هند د نړېوال بانك، اسيايي او د اسلامي پراختيا بانكونو استازوهم په كې ګډون كړى وواو ښاغلي نبيل زياته كړه، دغه غونډه په لومړي ځل د بهرنيو چارو وزارت په نوښت جوړه شوې.

د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي چارو رييس وويل، چې په دې كنفرانس كې د افغانستان لپاره د مرستو په همغږي كولوخبرې كيږي:

"موږغواړوچې دوي لومړى په ټولو خپلو پروګرامونو كې له يو بل سره همغږي او همكار وي، په ځانګړي توګه هغه سازمانونه چې د افغانستان سره د مرستې پروژې لري او دوي بايد خپل پرواګرامونه داسې اعيار كړي چې خپلې چارې يي چې د يو بل سازمان سره همغږي وي."

افغانستان چې له تېرو څو كلونو راهيسې د سيمه ايزو همكارېو د سازمان غړيتوب تر لاسه كړى دى هڅه كوي چې د دې سازمان له غړيتوب څخه د افغانستان په اقتصادي وده كې ترې ګټه واخلي او مرستې يې راجلب كړي.

په همدې غونډه كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن ديمستورا د دې كنفرانس جوړېدل ګټور وبلل او همدانګه يي زياته كړه، چې دا كنفرانس افغانستان ته د دې موقع په لاس وركوي چې د دې سازمانو مرسته اوهمكاري راجلب كړي.

نوموړي وويل، چې په افغانستان كې له سيمه ايزې همكارۍ پرته د امنيت ټينګښت ګران كار دى:

"د افغانستان د ثبات او د دوامداره ثبات په برخه كې د راتلونكې حل يوازې په هغه صورت كې تضمين كېداى شي، چې موږ له افغانستان سره يوه رغوونكې سيمه اېزه اړيكه ولرو.

دا اړيكه يوازې په سياسي برخه كې نه بلكې تردې ډير په اقتصادي او ټولنيزې برخو كې مهمه ده."

په كابل كې د سيمه اېزو همكارېو د يوشمېر سازمانونو غونډه د كابل د نړېوال كنفرانس په درشل كې كيږي، د سې شنبې په ورځ د كابل په نړېوال كنفرانس كې به د شاوخوا اويا مرستندويه هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي په بېلابېلو برخوكې د افغان دولت پر طرحو خبرې وكړې او تمه ده چې د هغو په تطبيق كې به د مرستو ژمنې وكړې.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG