د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د وركو شووعزيزانو او دوستانو لټون


ګرانو اوريدونكو دا د وركو شوو عزيزانو پروګرام چې په هرې اوونۍ كې دوه ځلي خپريږي په دغه پروګرام كې ستاسې هغه تيليفوني پيغامونه خپروو په كومو كې چې تاسې خپل ورك شوى عزيز لټوﺉ.

كله چې تاسې خپل ورك شوي عزيزان او دوستان لټوئ ازادۍ راډيو ته تيليفون كوئ د ازادۍ راډيو په اتومات ماشين كې خپل تيليفوني پيغامونه پريږدئ د مهربانې له مخې په خپلو پيغامونو كې لومړې خپل نوم واخلئ او ورپسې دې هغه چا چې لټه یې کوﺉ نوم یاد کړﺉ ، او په پاى كې د ټيليفون شمېره له ياده مه باسئ .

همداراز كه غواړﺉ چې خپل ورك شوي عزيزان ولټوئ كولاى شئ چې ازادۍ راډيو ته ليكونه او بريښناليكونه هم راوستوئ.

كه مو ورك عزيز لټوئ نو كولاى شئ چې په دغه شمېره خپل پيغامونه پريږدئ.

(۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵) يا (00420221124115)


د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته د (ږغ ) له برخې د ورکو شویو عزیزانو څو پخواني اونیز پروګرامونه اوریدلاى شۍ چې ځینې د هغو کسانو په اړه دي چې پیدا شوي دي.
XS
SM
MD
LG