د كابل نړېوال كنفرانس د نېټې په نږدې كېدو، د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو مسولين وايي، چې په دې كنفرانس كې به د پراخ ګډون لپاره هڅه كوي او په بېلابېلو مسائلو به خپل نظرونه وړاندې كړي.
د افغانستان د مدني ټولنې رئيس عزيز رفيعي، چې د يكشنبې په ورځ يي په كابل كې د مدني ټولنې د بنسټونو د يو شمېر نورو چارواكو تر څنګ خبرې غونډې ته خبرې كولې وويل، چې په كابل كنفرانس كې به د افغانستان د مدني ټولنې دوه استازي ګډون وكړي:
(البته چې تاسو به د دې نور جزيات په هغه پريكړه ليك كې تر لاسه كړى، چې د كابل په كنفرانس كې لوستل كيږي، خوهغه لومړيتوبونه چې مدني ټولنه يي د خپلو كارونو په سركې لري، هغه د عدالت بحث دى، د ښه حكومت كولو بحث دى، د افغانستان د متوازنه اقتصادي ودې بحث دى او همدا راز د ټولنيزو خدمتونو د تر سره كولو د څرنګوالي بحث دى.
هيله ده چې زموږ پيغامونه په ډيره دقيقه توګه د كابل په كنفرانس كې مطرح شي او په دقيقه توګه منعكسې شي.)
د افغانستان مدني ټولنه د لسګونو بنسټونو څخه جوړه شوې، چې تردې پخوا يې هم د افغانستان په اړه په غوڼدو او بحثونو كې ګډون كړى.
په همدې حال كې د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو يوشمېر مسوليونو، د كابل په كنفرانس كې د افغانستان د مدني تولنې ګډون، د دې هېواد د خلكو د غوښتنو د مطرح كولو په برخه كې ضروري وباله.
دوي ټينګار وكړ، چې د كابل د نړېوال كنفرانس پريكړې د عملي كيدو لپاره دې جدي اقدامات وشي، د افغانستان د مدني ټولنې يوه مسئول يما ترابي په دې اړه داسې وويل:
(د افغانستان په هكله مو ډيركنفرانسونه درلودل او طبعا چې د افغانستان خلك هم خسته شوي دي.
زموږغوښتنه داده چې هغه ژمنې چې په دې كنفرانس كې اخيستل كيږي، بايد د واقعتونو پراساس وي، خلكو ته بايد وويل، شي چې موږ دا او يا هم دا كارونه كوو او حتما يي كوو او څو كاله وروسته به يي تاسو پايله ترلاسه كړي)
افغان حكومت هم ويلي، چې په كابل نړېوال كنفرانس كې به، چې د سې شنبې په ورځ به په كابل كې جوړ شي، په بېلابېلو برخو كې خپلې طرحې او وړانديزونه مطرح كړي.
ويل كيږي، چې په دې كنفرانس كې به د افغان حكومت له راتلونكو پروګرامونو څخه ملاتړ وشي او پر دې مسلې به هم بحث وشي، چې له افغانستان سره دې كيدونكې مرستې په شفافه توګه ولګول شي.