د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۱

روغتيا وزارت د ملاريا ناروغۍ پر ضد ۵ ميليونه پشه خانې ويشي


د روغتیا سرپرسته وزیره وايي د دغو پشه خانو ټول لګښت يې ۲۲،۲ ميليونه يورو كېږي.
د روغتیا سرپرسته وزیره وايي د دغو پشه خانو ټول لګښت يې ۲۲،۲ ميليونه يورو كېږي.
د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، په هېواد كې د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي لپاره به په ۲۹ ولايتونو كې پنځه مليونه په درملو مشبوع سوي پشه خانې په وړيا ډول وويشي.

د روغتيا وزارت چارواكي وايي، چې د سږ كال تر پايه به د افغانستان ۱۴ هغو ولايتونو ته چې د ملاريا ناروغۍ ګواښ په كې ډير دى، څلورنيم ميليونه پشه خانې وويشي.

د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت سرپرستې ډاكترې ثريا دليل د يكشنبې په ورځ په كابل كې، د دغو مشبوع شوو پشه خانو د ويش د پيل پر وخت خبريالانو ته وويل، چې يوازې پروسږ كال د ملاريا ۶۵ زره پيښې ثبت او درملنه يې شوې وه.

هغې دغه شمير د انديښنې وړ وبلله:

”يوازې په تېر كال كې د ملاريا ۶۵ زره پيښې ثبت او درملنه یې شوې ده، چې دا يو تكان وركونكې شمېره ده.
د عامې روغتیا سرپرسته وزیره ډاکټره ثریا دلیل

د عامې روغتيا وزارت د همكارو موسيسو په مرسته يه نظر كې لري، چې په راتلوونكي يو نيم كال كې ۵ ميلويونه مشبوع شوي پشه خانې په ۲۹ ولايتونو كې په وړيا توګه وويشي، څلور نيم ميليون پشه خانې د ۱۴ ولايتونو هغو اوسېدونكو ته ويشل كېږي، چې د ملاريا له جدي ګواښ سره مخ دي.“

د روغتيا وزارت سرپرستې وويل، چې دغه پشه خانې د ايډز، توبركلوز او ملاريا پر ضد د نړوال صندوق په مالي مرسته چمتو شوي، چې ټول لګښت يې ۲۲،۲ ميليونه يورو كېږي او د برك افغانستان او هلت نيت ټاپ په مرسته به ويشل كېږي.

همدارنګه دې وويل، چې د ناتایيد شوو شمېرو له مخې په تېرو كلونو كې د ملاريا ناروغۍ ۴۰ تنه وژلي.

اغلې دليل تمه وښودله، چې تر راتلوونكو دوو كلونو پورې به دوى وتوانېږي، د ملاريا ناروغۍ په هېواد كې كنټرول كړي، خو په دې برخه كې لا جدي مبارزې ته اړتيا ده.

بل خوا د هلت نيت ټاپ موسسې Health Net TOP چارواكي وايي، چې په افغانستان كې د ملاريا ناروغي د تيرو كلونو په پرتله لږ شوې ده.

د دغې ادارې د ملاريا پروګرام مسوول ډاكتر دوران فيضان ازادي راډيو ته وويل، چې د ۲۰۰۲ كال په پرتله په دماغي ملاريا كې ۹۵،۲ او په عادي ملاريا ناروغي كې ۸۲ سلنه كمښت راغلى دى.

خو د ځينو ګرمو ولايتونو د روغتيا چارواكي بيا شكايت كوي، چې دوى ته پر وخت د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي اسانتياوي نه برابريږي.

د كندهار ولايت د ملاريا ناروغۍ د مركز مشر ډاكتر عبدالشكر نصرت وايي، چې په دغه ولايت كې، اوس د دغې ناروغۍ د انتقال پړاو دى او دغه پشه خانې بايد څو مياشتې مخكې وركړل شوې واى.

د روغتيايي چارو يو شمېر څېړونكي هم په دې باور دي، چې بايد د هرې موسمي او نورو ناروغيو د مخنيوي لپاره پر وخت تيارى ونيول شي.

بل خوا د روغتيا وزارت چارواكي له عامو خلكو هم غواړي، چې د ملاريا او داسي نورو هغو ناروغيو په مخنيوي كې ورسره همكاري وكړي، چې په موسم او د چاپيريال په پاكوالي پورې اړه لري.

راپور: معصوم ميوند
XS
SM
MD
LG