د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۵

د کابل په کنفرانس کې به د مالي مرستو پر کنټرول خبرې کېږي


د ماليې وزيرعمر زاخېلوال وويل، د افغان حکومت لومړيتوبونو ته پام سره بايد سرچينې مشخصې شي
د ماليې وزيرعمر زاخېلوال وويل، د افغان حکومت لومړيتوبونو ته پام سره بايد سرچينې مشخصې شي

افغان حکومت به د سې شنبې په ورځ د کابل په نړيوال کنفرانس کې د افغانستان له بيارغونې سره د وعده شويو مالي مرستو د کنټرول په برخه کې خپله غوښتنه تکرار کړي. افغان حکومت به خپله دا غوښتنه په داسې حال کې تکراروي، چې ويل کېږي په دولتي ادارو کې اداري فساد له منځه نه دى تللى. د ماليې وزير وايي په تېرو نهو کلونو کې افغان حکومت يوازې د ٢٠ فيصده مالي مرستو مسوول دى.

ټاکل شوې د کابل په دغه کنفرانس کې د ٧٠ هېوادونو او نړېوالو نهادونو چارواکي ګډون وکړي، دوى به وګوري د لندن تر کنفرانس وروسته چې د روان کال په پيل کې جوړ شوى و، په افغانستان کې څه پرمختګونه شوي دي.

په دغو ګډونوالو کې به د بهرنيو چارو ٤٠ وزيران هم په دې کنفرانس د حکومتدارۍ د پرمختګ، اقتصادي ودې، د قانون حاکميت او د بشري حقونو د وضعيت په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر حامد کرزى غواړي د افغانستان له بيارغونې سره په را روانو دوو کلونو کې د ١٣ مليارده ډالرو د وعده شوېو مرستو ٥٠ فيصده د افغان حکومت له طريقه مصرف شي.

د ماليې وزيرعمر زاخېلوال وويل، د افغان حکومت لومړيتوبونو ته پام سره بايد سرچينې مشخصې شي.

د افغان دولت له طريقه د پيسو د مصرف دغه وړانديز په داسې حال کې کېږي، چې د انتقاد کوونکو په وينا افغان حکومت په ادارو کې د اداري فساد په مخنيوي پاتې راغلى.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن دميستورا ويلي دي، مخکې له دې چې له افغان حکومت سره مرستې دوه برابره کېږي، مرستندوى هېوادونه غواړي يقيني کړي چې د اداري فساد پرضد مبارزه رښتيا هم اغېزناکه ده.

نوموړي ويلي، په افغانستان کې وضعيت په يوه شپه نه بدلېږي، بلکې دا يوه داسې پروسه ده چې بايد بشپړه شي او واقعي اصلاحات راشي.

په تېرو شا و خوا نهو کلونو کې له افغانستان سره د ٤٠ ملياردو ډالرو په اندازه مالي مرسته شوې، خو په مليونونو افغانان لا هم بې وزلي دي او په افغانستان کې بې کاري د سيمې په کچه زياته ده.

انتقاد کوونکي وايي، د مرستو زياتې پيسې د اداري فساد او بې کفايتۍ له کبله بې ځايه لګېدلي، خو ولسمشر کرزي ويلي دي چې د دغو پيسو زياته برخه مستقيما د نړېوالو قرارداديانو او مرستنديو ادارو له خوا مصرف شوي چې افغان حکومت ورباندې کنټرول نه درلود.

د ماليې وزير ويلي، افغان حکومت په تېرو نهو کلونو کې يوازې د ٢٠ فيصده مالي مرستو مسووليت درلود، نوموړي وويل زياتره دغه پيسې پر هغو پروژو لګول شوي، چې د خود کفايۍ په برخه کې د خلکو مرسته کوي.

د جرمني خبري اژانس ليکي، په دې کنفرانس کې به د اداري فساد د مبارزې په برخه کې هم يو پلان طرحه شي او افغان حکومت غواړي د نړېوالې ټولنې ملاتړ ورته راجلب کړي.

په کنفرانس کې به د افغان حکومت بله هڅه دا وي چې وسلوالې ډلې ”روغې“ ته د پيسو له طريقه تطميع کړي.

افغان چارواکي او ډيپلوماتان وايي د دولت پلان داسې طرحه شوى چې تر ٢٠١٥م کاله پورې بايد ٣٦زره سخت دريځي وسلوال دېته مجبوره شي چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي.

تمه کېږي امريکا، هغه هېواد چې په افغانستان کې يې يولک عسکر مېشت دي، د ملېشو د ادغام پروګرام ومني او له دې طريقه چانس پيدا کړي چې له راروان ميلادي کاله له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل پيل کړي.
XS
SM
MD
LG