واشنګټن ټايمز ليکي، د حقاني ډلې او د کوټې د شورا په اړه هم ورته پوښتنه شته، چې دوى افراطي ډلې ګڼل کېږي اوويل کېږي عمده مرکزونه يې په پاکستان کې دي.
باوردا دى، چې دواړه ډلې د پاکستان له استخباراتي ادارې (اى، اس، اى) سره نژدې اړيکې لري، پر دې سربېره دواړو ډلو په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو او افغان حکومت په وړاندې جهاد اعلان کړى. د ورځپاڼې په حواله، ځکه نو دغه دواړې ډلې دښمنې دي.
د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرايوس، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د حقاني ډله هم د نورو تروريستي سازمانونو په ليست کې ور زياته کړي. په عين حال کې د ميشيګن ايالت يوه سناتور کارل ليون بيا د کوټې د شورا په برخه کې ورته سپارښتنه کړې ده.
د واشنګټن ټايمز د ليکنې پراساس، د پاکستاني طالبانوغورځنګ چې د فيصل شهزاد په مرسته يې د نيويارک په ټايمزميدان کې د بمي حملې طرحه رهبري کړې وه، بايد د تروريستي سازمانونو په ليست کې ور زيات شي.
ورځپاڼه زياتوي، د تروريستي سازمانونو په فهرست کې د دغو ډلو ور زياتول، په قانوني لحاظ شرايط برابروي چې د دغو ډلو او د دوى د مالي ملاتړو په وړاندې جګړه نوره هم تېزه شي او پر دوى مستقيما د بې پېلوټه الوتکو او نورو طريقو په مرسته حملې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ايتلافي ځواکونه په مستقيم ډول د دغو ډلو په مقابل کې ولاړ دي، کېدى شي دغه ډلې له القاعده سره ملګري شي او وروسته د دوى په وړاندې جګړه پيل شي.
خو ورځپاڼه زياتوي، دغه اقدام به حامد کرزي ته سخت وي، چې هڅه کوي له ګڼو سخت دريځو ډلو سره خبرې پيل کړي.
ولسمشر کرزي ته به ستونزمنه وي، له هغو ډلو سره چې امريکا يې بربادي غواړي د اړيکو يوه لار پرانيزي، پر سخت دريځو ډلو فشار کرزي ته دا پيغام لري، چې امريکا په افغانستان کې د ثبات لپاره له دغو ډلو سره څنګه معامله کوي.
د ډيموکراسۍ ضد ډلو، سخت دريځو او له طالب رهبرانو سره د يوه اپتلافي حکومت جوړېدل به امريکايانو ته د پوښتنې وړ وي، چې په افغانستان کې دومره قرباني د څه لپاره وه؟
ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې بايد د امريکا ماموريت يوه معنى ولري او مثبته نتيجه ورکړي، په ليکنه کې راغلي، سخت دريځو ته د څوکيو او مقامونو ورکول ښه مفکوره نه ده، ځکه، کله چې ايتلافي ځواکونه له دې هېواده وځي، دغه ډلې به ولاړېږي او ټول واک به په خپل لاس اخلي.
واشنګټن ټايمز زياتوي، دا چې دغه تروريستي ډلې بايد ولې د ترويستي ډلو په ليست کې شاملې شي، دليل يې دا دى چې دوى تروريستان دي.
د ورځپاڼې په باور، دغه ډلې هره ورځ د ايتلاف عسکر وژني، هغه ډلې دي، چې امريکا يې په وړاندې د جګړې ژمنه کړې. هغه ډلې دي چې د امريکا په وړاندې يې جهاد اعلان کړى او امريکا يې بايد ځواب ووايي.