د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

نظیرزوی: په رسنیو کې د كانديدانو كمپاينونه ګمرنګه خپريږي

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون رییس دلاور نظیر زوی
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون رییس دلاور نظیر زوی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسي جرګې د كانديدانو انتخاباتي مبارزې په كلكه سره څاري. د انتخابانو د خپلواك كميسيون، د رسنيو كميسيون وايي ، داسې رسنۍ هم شته، چې د رسنيو د كميسيون له وضع شويو اصولو يې سرغړونه كړې ده خو، جدي سپارښتنې ورته شوي دي. د رسنيو د كميسيون چارواكي دا هم وايي، چې د كانديدانو انتخاباتي كمپاينونه د دوى د تمې پرخلاف، كمزوري پر مخ روان دي.

په داسې حال كې چې د ولسي جرګې د كانديدانو انتخاباتي مبارزې د هيواد په مركز او ولايتونو كې جاري او په رسنيو كې خپريږي، خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون انديښنه ښيي، چې دا مبارزې په تلويزيونو، راډيوګانو او نورو چاپي رسينو كې لكه څرنګه تمه وه، په زرو او شورسره نه خپريږي.

د رسنيو د كميسيون رييس د لاور نظيرزوى، چې د يكشنبې په ورځ يې د انتخاباتي مبارزو په هلكه د رسنيو پر رول يوې خبري ناستې ته څرګندولې ويې ويل، چې د دوى څيړنې ښيي، چې د كانديدانو كاري پلانونه او كړنلارې په رسنيو كى لږې خپريږي:

"د انيښنى وړخبره ده، چې د كانديدانو كمپاينونه ګمرنګه خپريږي.
له ټولو كانديدانو هيله ده چى خپلى كړنلارى او پروګرامونه په پراخه بڼه خلكو ته د رسنيوله لارى واوروي، دا كار راى وركونكي ته موقع وركوي، چې د خپلې خوښې كانديد په ښه توګه وپيژني او راى وركړي."

ولسى جرګې ته د كانديدانو انتخاباتي مبارزې، د چنګاښ یا سرطان په څلورمه نيټه پيل شوې او د وږي یا سنبلې د مياشتې ترپنځه ويشتمې نيټې پورې به دوام وكړي.

په دغو شاوخوا شل ورځو كې كانديدان د دوى پروګرامونه اوكړنلارې په نادولتى تلويزيونو او راډيوګانو كې د اعلانونوپه بڼه د پيسو په بدل كې او په دولتي رسنيو كى يې په وړياتو ګه خپروي.

د رسنيو د كميسيون رييس، د امروز او راه فردا د تلويزيونو نوم واخيست او ويې ويل، چې د دې تلويزيونونو مسوولو مديرانو، چې دواړه ولسي جرګې ته كانديدان هم دي، په خپلو تلويزيونونو كى د كميسيون د اصولو پرخلاف يو پربل اعتراضونه كړي دي، چې د تكرار د مخنيوي په مقصد ورته سپارښتنې شوي دي.

ښاغلي نظير زوى له ټولو رسنيو وغوښتل، چې د انتخاباتي مبارزو په بهير كې دى، ټولو كانديدانو ته يوه سترګه وويني او توازن دې مراعات كړي:

"رسنۍ بايد ټولو كانديدانو ته ښې زمينې برابرې كړي، چې خپل پروګرامه تشريح كړي، كه يوتلويزيون د كانديدانو تبليغات په يوه بییه او بل تلويزيون يې په بله بییه خپروى دا توازن نه دي او بله دا چې هيڅوك حق نه لري، چې هم كانديدوي او هم په تلويزيون كې خبرونه ووايي، يا ګردى ميزونه تنظيم كړي اوخپله څيره خلكو ته وښيي."

د رسنيو د كميسيون رييس دا هم وويل، چې كه رسنۍ د دوى سپارښتنه او ورپسې اخطار ونه مني، نقدي جريمه به شي او كه پر دې هم ونه شوه نو له دې پورته قانوني چلند به ورسره وشي.

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون پركانديدانو د انتخاباتي مبارزو د اصولو پر مراعاتولو ټينګار كوي خو بياهم ليدل کیږي، چې ځينو كانديدانو د دوى عكسونه او تبليغاتي مواد، پر ټاكلو ځايونو او سيمو كې نه دي نصب كړي او د خلكو شكايتونه يې راپورته كړي دي.

راپور: خان محمد سيند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG