د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

مېرمن کلېنټن له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پرامنيت خبرې کوي

مېرمن کلنټن به په دې کتنه کې پر پاکستان فشار راولي چې له افغانستان سره، د وسلوالو سخت دريځو د ځپلو په برخه کې، خپله همکاري زياته کړي.
مېرمن کلنټن به په دې کتنه کې پر پاکستان فشار راولي چې له افغانستان سره، د وسلوالو سخت دريځو د ځپلو په برخه کې، خپله همکاري زياته کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هېليري کلنټن د افغانستان تر سفر مخکې نن اسلام اباد ته ورسېده، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې د سخت دريځو وسلوالو د فعاليتونو او ځينو نورو مسايلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. نوموړې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ځي او د کابل په نړيوال کنفرانس کې، چې د سې شنبې په ورځ جوړېږي، ګډون کوي.

ټاکل شوې مېرمن هېلري کلنټن پاکستان ته په خپل دوه ورځني سفر کې له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي، ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم يوسف رضا ګېلاني سره هم وګوري.

په اسلام اباد کې د امريکا له سفارت څخه د خپرې شوې اعلاميې له مخې، ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره د پاکستان له چارواکو سره پر دوه اړخيزو، او سيمه ييزو مسايلو، دغه راز د وزيرانو په سطحه په يوه غونډه کې پر ستراتيژيکو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

په دغوخبرو اترو کې به د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى، ريچارد هولبروک له مېرمن کلنټن سره يوځاى وي.

د امريکا د سفارت په بيان کې راغلي چې مېرمن کلنټن به په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې هم خبرې وکړي او پوښتنو ته به ځوابونه ووايي.

مېرمن کلنټن به په دې کتنه کې پر پاکستان فشار راولي چې له افغانستان سره، د وسلوالو سخت دريځو د ځپلو په برخه کې، خپله همکاري زياته کړي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، مېرمن کلنټن به له پاکستان سره د پرمختيايي پروګرامونو په برخه کې د ٥٠٠ مليونه امريکايي ډالرو د مرستې اعلان هم وکړي.

د مرستې دغه لايحه تېر کال د کانګرس له خوا تصويب شوه او په پنځو کلونو کې به پر ملکي چارو لکه پر اوبو، انرژۍ، زراعت او روغتيا لګول کېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي وويل، مېرمن کلنټن به د پاکستان له ولسمشر او صدراعظم څخه وغواړي په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي.

شمالي وزيرستان د قبايلي سيمې، د اوو ولسواليو له جملې يوه غرنۍ ولسوالي ده، چې په دې وروستيو کې د القاعده او طالب جنګياليو په مرکز بدله شوې، له دې ځايه وسلوال له پولې اوړي او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو په وړاندې جنګېږي.

سخت دريځي وسلوال د پاکستان په قبايلي سيمو کې هم په پرله پسې ډول پر ملکيانو او حکومتي چارواکو بريدونه کوي. د پاکستاني حکومت د ارقامو پر اساس د ٢٠٠٧م کال له نيمايي راهيسې په دې سيمه کې د بېلابېلو بريدونو په نتيجه کې ٣٥٠٠ کسان وژل شوي دي.

تېر ځل، د اکتوبر پر ٢٨مه چې کله مېرمن کلنټن پاکستان ته په سفر تللې وه، د پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور کې په يوه ځان وژونکي بريد کې تر سلو زيات کسان چې زياتره يې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول.

مېرمن کلنټن به د دوشنبې په ورځ له پاکستانه افغانستان ته لاړه شي او ټاکل شوې د کابل په نړېوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG