د پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې د وقايوي پروژو مسوول سيد يعقوب پاچا ازادۍ راډيو ته وويل: دامرستې د اى ار سي موسسې په مرسته کډوالو ته ورکول کېږي، چې په کې يو تر پال، د اشپز خانې سامان، کمپلې او نور شيان شامل دي.
ده وويل: د هرې يوې بستې مرستې بيه ٧٠ ډالره ده، خو د ده په وينا، چې مخکې يې د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مرسته نورې خوراکي مرستې هم وېشلي دي.
بې ځايه شوي کډوال که څه هم خوشاله وو، چې مرستې يې اخيستي؛ خو ورسره يې شکايت درلود، چې دا مرستې کمې دي او د سرپناه لپاره ورته د ځاى موندنه ضروري ده.
يوه تن وويل: مرستې ورته په کار دي؛ خو تر دې لاډېره ورته د ځمکې د نومرې ورکړه ضروري ده؛ ځکه چې سرپناه نه لري، نوموړي زياته کړه: اوبو يې کورونه لاندې کړه او د غلو ډک کندوان ترې پاتې شول، په دې يوه بسته مرستو به څه وکړو!
د محمدامين په نوم يو بل وويل: له لس ورځو ډېر کېږي چې دغلته پراته دي، خو د دارو درملو او پاکو اوبو درک نه لري، په کار ده چې دا ستونزې يې هم حل شي.
د پېښو پروړاندې د مبارزې د دفتر چارواکو منله چې دا مرستې لږې دي؛ خو دوى وويل، چې په کابل کې يې خپلې مرکزي ادارې او نورو مرستندويه ټولنو ته د مرستې غږ کړى او ښايي چې نورې مرستې به هم ور ورسېږي.
محمد داود وفا