د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۰

شنبې د جولاى ۱۷ مه


نړېوالو ورځپاڼو هر يو واشنګټن پوسټ او ډيلي ټيليګراف په خپلو نننيو ګڼو كې د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب او تحليلونه خپاره كړي چې لنډيز يي احمد تكل برابر كړى.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په کندهار کې د ناټو په مشرۍ د پوځي عملیاتو په اړه یو تحلیلي راپورخپور کړی، چې سرلیک یې دی، امریکا له طالبانو سره په جګړه کې د سیمې د زړه-نا زړه خلکو ملاتړ ته اړتیا لري.

په دې راپور کې چې د کندهار ولایت له ژېړۍ ولسوالۍ څخه برابر شوی، راغلي دي چې د افغانستان په دې لېرې پرته سیمه کې جګړه د طالبانو د وژلو لپاره نه، بلکې د دې لپاره ده چې د ژېړۍ ولسوالۍ لپاره نوی ټاکل شوی ولسوال هلته د لاسي بمونو حملې بندې کړای شي.

ځکه د ورځپاڼې په وینا، څو اونۍ مخکې چې کریم جان د ژېړۍ د ولسوال په توګه وټاکل شو، سمدستي د ژېړۍ ولسوالۍ په سنځري بازار کې پر خټينو دېوالونو او د امریکايي ځواکونو پر ګزمو، د بمي چاودنو لړۍ پیل شوه. امریکايي چارواکي وايي چې پر دې ولسوالۍ طالبان بشپړ کنټرول لري.

واشنګټن پوسټ لیکي، له دې بریدونه سره دا پوښتنه ذهن ته راځي چې ایا د سنځري قومي مشران به له کریم جان سره ملګري شي، که له طالبانو سره؟ د ژېړۍ ولسوال هغو اتیا مخورو ته چې دده په دفتر کې راټول شوي وو، په وینا کې وویل، هغه څه چې تاسو یې باید وکړئ دا دي چې خپل کلی وساتئ. ده وویل، زه تاسو ته سوال کوم.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په داسې حال کې چې زرګونه نوي امریکايي سرتېري، کندهار ښار او شاوخوا سیمو ته ور روان شوي دي، د دوی ټول تمرکز پر دې دی چې د کریم جان په څېر با تجربې مشران له ځان سره ملګري کړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د دې کار هدف د عامو خلکو هڅول دي څو له طالبانو څخه لېرې شي او د افغانستان له کمزوري حکومت سره همکاري وکړي.

ورځپاڼه د امریکايي پوځي تورن نېک ټوټ له قوله لیکي چې وايي، دا د یوې محکمې په څېر ده چې قاضیان یې خلک دي او دوی به د هغه چا ملګرتیا کوي چې ښه صورت دعوا یې برابره کړې وي.

د ناټو چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي دي چې په هېڅ بله سیمه کې هم ښايي د دولتي ادارو فعالول دومره ستونزمن کار نه وي لکه په ژېړۍ ولسوالۍ کې چې دي.

د ورځپاڼې په وینا، په دې سیمه کې هېڅ کله هم په کافي شمېر نړېوال ځواکونه نه دي ځای پرځای شوي چې هلته رښتینی بدلون راولي.

ډيلي ټيليګراف:

د لندن چاپ ډېلي ټيليګراف ورځپاڼه په افغانستان کې د سیمه ایزو پولیسو د ځواک په اړه په یوه مطلب کې لیکي، افغانان له سیمه ایزو ملېشه ځواکونو څخه ښې خاطرې نه لري، ځکه د ورځپاڼې په وینا، په تېرو کلونو کې همدې ځواکونو په غلاوو، جنسي تېرېو او قتلونو او وروسته د نونس سوه نوییمې لسیزې په کورنیو جګړو کې لاس درلود.

خو ډېلي ټيليګراف د امریکا د دفاع وزارت د ویاند، جیف موریل وینا ته اشاره کړې چې وايي، سیمه ایز پولیس ځواک د حکومت له خوا جوړشوی، د دولتي یونیفورم لرونکی د سیمه ایزو پولیسو ځواک دی چې معاش یې هم حکومت ورکوي او دنده به یې داوي چې په خپلو سیمو کې د وسله والو پر حرکاتو څارنه وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي ډېرشمېر امریکايي پوځیان په دې باور دي چې دا په افغانانو کې د دښمنانو، غلو او قاتلانو په وړاندې د دفاع له پخواني دود یعنې د اربکیو له دود سره مطابقت لري.

ډېلي ټيليګراف بیا هم د امریکايي چارواکو نظر را اخیستی چې وايي، په عراق کې د سیمه ایزو ملېشو د جوړولو په نتیجه کې القاعده شبکه له عراقه واېستل شوه.
XS
SM
MD
LG