په داسې حال كې چې په تېرواتوكلونو كې د روغتيا په برخه كې ميليونونه ډالره په مصرف رسيدلي خو، كابل ښاريان وايي چې د پلازميني څلور ميليونو وكړي لا هم با كيفيته روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسى نه لري.
دوى وايي چې د كابل اوسني روغتونونه د كابل د اوسيدونكو روغتيايي ستونزو ته ځواب نه شي ويلاى. دوى د عامې روغتيا له وزارت څخه د روغتونونو د جوړلو او د با كيفيته روغتيايي خدمتونو د برابرولو غوښتنه وكړه:
"زما نوم محمدعارف دى، د كابل ښارنفوس ډېر دى، يو روغتون دى، چې هغه هم د كابل ښاريانو اړتياوې نه شي پوره كولاى.
تاسې ګورى چې څومره ستونزې دي، خلك په ډېرو ستونزو له لرې پرتوسيمو څخه را رسيږي، تمه لرو چې دولت د سيار كلينيكونو جوړولو ته پاملره وكړي، تر څو خلك په اسانى هلته ورشي."
د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په تېرو څو كلونو كې د روغتيا په برخه كې يو لړ پرمختګونه شوي او د روغتيايي خدمتونو كيفيت هم تر پخوا لوړ شوى دى.
د عامې روغتيا سرپرسته ثريا دليل د جمهوريت روغتون ته اشاره كوي او وايي چې دا روغتون به په تحقيقي او تخصصي څانګو كې فعاليت پيل كړي.
دې زياته كړه چې د افغانستان د روغتيا وزارت په پام كې لري چې د كابل په كنفرانس كې خپل لومړيتوبونه اوغوښتنې مطرح او د مرستې لپاره يې د نړېوالو پام را واړوي:
"د عامې روغتيا هدف دادى، چې د جمهوريت روغتون يو تخصصي، تعليمي او څېړنيز روغتون په هېواد كې وي. په دې مانا چې په افغانستان كې يو نمونه روغتون وي.
د كابل په كنفرانس كې د روغتيا وزارت د د بشري منابعو په محدوده كې مطرح دى، د جمهوريت په روغتون اوپه كابل كې په نورو روغتونوو كې د روغتيايي خدمتونو وړاندې كول هم شامل دي، چې د روغتيايي خدمتونو فعالېدل به د درملنې لپاره بهر ته د هېوادوالو تګ هم كم شي."
د افغانستان د عامې روغتيا د روغتيايي خدمتونو د با كيفيته كولو لپاره د يو شمېر نړېوالو موسسو سره دوامداره اړيكې نيولي او د نړېوالو مرستو په تر لاسه كولو سره يې د ميندو د مړيني كچه راټيټه او په خپل وخت يې واكيسنونه تطبيق كړي دي، تر څو د نارغيو د خپرېدو مخه ونيسي.
دا په داسې حال كې ده چې په افغانستان كې د دولتي روغتونونو ترڅنګ په لسګونو خصوصي روغتيايي مركزونه او روغتونونه هم فعاليت كوي، خو خلك د دغو روغتونو د چارو څخه د جدي څارنې غوښتنه كوي. ويل كيږي چې زياتره خصوصي روغتونونه د درملنې په مقابل كې زياتې پيسې اخلي.
كارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان په روغتيايي برخه كې موجودو ستونزو ته په كتو بايد د روغتيا برخې ته زياته پاملرنه وشي.