د بریتانیا یوه پوځي چاروکي ویلې دي چې د راتلونکې کال تر پسرلي پورې باید افغان ځواکونه د څو ولایتونو امنیتي مسوولیت په خپله غاړه واخلي.
تر دې مخکې د بریتانیا یو شمیر چارواکو او ناټو ویلې و چې افغان ځواکونو ته به روان میلادي کال د یو شمیر سیمو امنیتي چارې وسپارل شي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت یوه مقام چې د نوم له اخیستلو ډډه کړې ده رویټرز اژانس ته وویل، په نومبر کې په لیزبون کې د ناټو غونډه کیږي، نو تمه لري چې له دې وروسته تر راروان پسرلي پورې د څو ولایتونو امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي.
د بریتانیا پخواني صدراعظم ګورډن براون د دوه زره لسم کال تر پایه د لږ ترلږه پنځو ولایتونو غوښتنه کړې وه چې امنیت یې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت مسوول وایي چې لاهم دا هیله لرو چې تر پسرلي مخکې د یو شمیر ولایتونو امنیتي چارې افغان ځواکونه په غاړه واخلي، خو په دې برخه کې ټاکلی مهال ویش نه شي تعیینولی، ځکه چې ناټو تر اوسه د دې مسالې پر جزییاتو بحث نه دی کړی.
دغه مقام هیله څرګنده کړه چې د ناټو د غړېو هېوادو د مشرانو په غونډه کې به په لیزبون کې دا موضوع سمه وڅیړل شي او د امنیتي چارو د سپارلو لپاره به مهال ویش هم ورته تعین شي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي څرګنده کړه، چې افغان او ناټو ځواکونه به سلا وکړي چې څه ډول د ولایتونو امنیتي چارې انتقال شي خو د دوی ډیرې خبرې به پر امنیت وي اما په عین وخت کې د حکومتدارۍ او د قانون د حاکمیت مسایل هم مهم دي او پام به ورته وشي.
د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وایي، چې په پنځوکلونو کې به د دوی ځواکونه له افغانستانه ووځي، بریتانیا او د ناټو نورو غړېو هېوادو د افغان ځواکونو د روزنې بهیر ګړندی کړی دی څو ورو ورو امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي او دوی له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.
رویټرز اژانس د لویدیځو دیپلوماتانو په وینا وایي، چې د امریکا په مشرۍ د طالبانو پرضد پوځي عملیات روان دي څو تر راتلونکې اوړي پورې نتیجه ورکړي،د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو د پېلېدو لپاره راتلونکی اوړي ټاکلی دی.