د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۸

الكوزى:د افغانستان صادرات او واردات له بحران سره مخ دي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال خان جان الكوزي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال خان جان الكوزي

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د سږ كال په لومړېو درېو مياشتو كې د سوداګرۍ په برخه كې د بد حالت خبر وركوي، د سوداګرۍ او صنايعو د خونې چارواكو د پنجشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د پاكستان له خوا د تعرفو لوړوالى او په بندرونوكې د خاك پولي په نامه د پيسو اخيستلو د هېواد سوداګرۍ له ستونزو سره مخامخ كړې ده.

د افغانستان د ميوو او سبزيجاتو لپاره د ماركيټ نه شتون، بهر ته د افغانستان د ميوو د صادراتو په برخه كې د پاكستان له خوا لوړې تعرفې، په داخل كې د غير قانوني ماليو اخيستل، د بزګرانو د هڅونې لپاره د غنمو او اوړو د تعرفو لوړوالى او يو شمېرنورهغه لاملونه دي چې د افغانستان صادرات او واردات يې له بحران سره مخ كړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې خبردارى وركړى چې كه په هېواد كې د سوداګرۍ اوسنۍ وضعې ته جدي پاملرنه ونه شي نو د هېواد سوداګري به له بحراني حالت سره مخ شي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال خان جان الكوزي د پنجشنبې په ورځ يوې خبرې غونډې ته وويل، چې د څيړنو او ارزونو له مخې د دې كال په لومړېو درېو مياشتو كې په هېواد كې د سوداګرۍ وضعه ښه نه وه:

"د صادراتو په وړاندې يو شمېرخنډونه وجود لري، تاسو خپل بازارونه ويني چې زردالو او انګور مو د سړكونو په سر شته خو ماركيټ ورته نشته، ان هېواد ته د وارداتو كميت او كيفيت هم ورځ په ورځ مخ پر خرابېدو دى، سبا كه په بازارونو كې بيي لوړيږي او قيمتي راځي نو مسوليت به يې د هغه چا په غاړه وي چې دې مسلو ته پاملرنه نه كوي."

د افغانستان د سوداګرۍ او د صنايعو د وزارت چارواكي وايي، چې د پاكستان له خوا د افغانستان په ميوو باندې د تعرفو لوړول د پاكستان كورنۍ مسله ده، په دې برخه كې دوي پر پاكستان فشار نشي راوړلاى خو خبرې ورسره كېداى شي.

كه څه هم د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې چارواكي د خاك پولي په نامه د يوه اندازه پيسو په اخيستلو باندې اندېښنه څرګندوي خو د افغانستان د ماليې وزارت وايي، چې دغه پېسې د تورخم د بندر سربيره د افغانستان په ټولو بندرونو كې له بار وړونكو موټرو څخه اخيستل كيږي.

د ماليې وزارت وياند عزيز شمس په دې اړه جزيات داسې روښانه كړل:

"دغه عوايد د عوامو له عواېدو څخه دي، دغه پريكړه د افغانستان د خلكو د غوښتنې پر بنسټ شوې ده، د هغې غوښتنې په ځواب كې شوي ده چې موږ بايد خپل كورني توليداتو ته وده وركړو."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې خبردارى وركړى چې كه په هېواد كې د سوداګرۍ اوسنۍ وضعې ته جدي پاملرنه ونه شي نو د هېواد سوداګري به له بحراني حالت سره مخ شي.

د اقتصادي كار پوهانو په باوركه دولت د زياتو ګمركي تعرفو د كمولو په برخه كې بيړنى اقدام ونه كړي نو ښايي په هېواد كې د لومړنيو موادو بيي هم لوړې شي.

مجاهد جواد.
XS
SM
MD
LG