د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

په کابل کې ۳۰۰ کسانو ته د تیږو پرې کولو زده کړې ورکول کیږي

كابل ښاروال محد يونس نو انديش او د كار او ټولنيزو چارو وزارت وزیره امنه افضلي
كابل ښاروال محد يونس نو انديش او د كار او ټولنيزو چارو وزارت وزیره امنه افضلي

د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت خلكو ته د كار موندنې په هدف د تيږو د پرې كولو (برش) او له هغو څخه د سړكونو په جوړولو كې د كار اخيستلو پروژه پيل كوي. د دغې پروژې تفاهم ليك د چارشنبې په ورځ په كابل كې د كار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو د وزيرې او كابل ښاروال تر منځ لاسليك شو.

تمه ده چې د افغانستان د كورنيو او طبيعي موادو څخه په استفادې سره د كابل ښار د لارو او واټونو د جوړولو لپاره د غرنيو تيږو د پرې كولو په نوم يوه نوې پروژه په كار پيل وكړي.

د دغې پروژې تفاهم ليك چې د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا پلان شوی د چهارشنبې په ورځ د نوموړې وزارت د وزيرې امنې افضلي او كابل ښاروال محمد يونس نو انديش تر منځ لاسليك شو.

ميرمن افضلي وويل، چې د دغې پروژې پلي كول به د بيارغونې په ځانګړې ډول د لارو او واټونو په جوړولو او خلكو ته د كاري اسانتياوو د برابرولو په برخه كې ډيره مرسته وكړي :

"كوم شركت چې تيږو د پرې كولو په برخه كې زده كړې وركوي، درې سوه كسان به روزي، موږ د دغه تفاهم ليك تر لاسليك ورسته دغه پروژه اعلانوو، هر هغه شركت چې له موږ سره كار كوي هم به تيږې پرې كوي او هم به زده كړې وركوي."

د ميرمن افضلي په وينا د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت د دغې پروژې لپاره پنځه لكه ډالره بيل كړي دي.

د نوموړې په وينا دغه پروژه به لومړۍ په كابل او بيا په نورو ولايتونو كې پلې شي.

كابل ښاروال محد يونس نو انديش د پرې شويو تيږو كارونه د كابل ښار يه لارو او واټونو كې د چاپيرال ساتنې په برخه كې ګټور وبلل ويې ويل، چې په دې ډول به د واټونو بيا رغونه هم ساده او اسانه شي:

"دا چې له تيږو سره قير او سمينټ نه كارول كيږي هر وخت چې موږ وغواړو دغه تيږې لرې كولى شو، چې په دې توګه د واټونو بيارغونه په اسانې طريقې سره تر سره كيږي او له بل پلوه به د خاورو او خټو څخه هم مخنيوى شوى وي، چې دا نيغ په نيغه په چاپيرال او هوا تاثير لري."

په لارو او واټونو كې د پرې شويو تيږو كارونه نوې خبره نه ده او د نړۍ په اكثره هيوادونو په ځانګړې ډول اروپايي هيوادونو كې د قير پر ځاى د واټونو په پخولو كې له پرې شويو تيږو څخه استفاده كوي.

د افغانستان د كار او تولنيزو، شهيدانو او معلولينو وزارت چارواكي وايي، چې د دغې پروژې په پلي كولو سره به له يو خوا خلكو ته د كار كولو اسانتيا برابره شي او له بله پلوه به له بهر څخه د ساختماني موادو د واردولو پر ځاى د خيلو كورنيو خامو موادو څخه استفاده شوې وي.

وزګارو كسانو ته د كار موندنې په هدف دغه نوې هڅې په داسې حال كې كيږي، چې د يوې نوې احصايې له مخې په افغانستان كې د اوزګارو كسانو شميره په سلوكې درې پنځوسو ته رسيدلې ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG