د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۹

د كابل په اماني ليسه كې د تاريخي عكسونو يو نندارتون پرانيستل شو


په دغه نندارتون کې په لسګونه تاریخي عکسونه نندارې ته وړاندې شول
په دغه نندارتون کې په لسګونه تاریخي عکسونه نندارې ته وړاندې شول

دغه نندارتون، چې د چهارشنبې په ورځ پرانيستل شو د افغانستان د پوهنې وزارت او په كابل كې د جرمني د سفارت له خوا جوړ شوى دى. ټاكل شوې ده، چې دغه عكسونه د كابل او ولايتونو په ټولو ښوونځيو كې نندارې ته وړاندې شي.

د افغانستان تاريخي وياړونو ته د درناوي او نوې نسل ته يې د ورپيژندنې په هدف د كابل په اماني ليسه كې د تاريخي عكسونو يو نندارتون پرانيستل شو.

په دغه نندارتون كې چې په لسګونه عكسونه نندارې ته وړاندې شوي دي د احمدشاه بابا د د واكمنۍ له دوران څخه د سردار محمد داوود خان تر جمهوريته پورې د افغانستان د خلكو او سياستوالو د ژوند، كار او فعاليت د بيلابيلو څنډو ښكارندويي كوي.

د افغانستان د پوهنې وزير ډاكټر غلام فاروق وردګ، چې د دغه نندارتون د پرانيستې په غونډه كې يې ګډون كړى و وويل، د ښوونځيو زده كوونكي كولى شي چې له دغه نندارتون څخه د يوې معتبرې ښوونيزې سرچينې په توګه استفاده وكړي:
د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردک

"موږ دوه اساسي هدفونه تعقيبوو، لومړى د هيواد د زرينو تاريخي اثارو رغول او دوهم د پوهنې د كيفيت په برخه كې د يو مهم ګام وچتول، د نورو مضمونونو لپاره درسي مواد شته خو د تاريخ لپاره نشته، يوه مهم هدف چې په جدي ډول يې تعقيبوو هغه دا چې د خپلو زده كوونكو لپاره تاريخ د ليدلو وړ وګرځوو او دا هغه مهال كيداى شي چې تاريخ انځوريز كړو."

ټاكل شوې ده، چې د دغه نندارتون عكسونه د كابل او ولايتونو په نورو ښوونځيو كې هم نندارې ته وړاندې شي.

د كابل د اماني ليسې يوه زده كوونكى اسد الله وايي، چې دغه عكسونه د افغانستان د تاريخ په اړه دوى په ډير څه پوهولى شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواكي وايي، چې د (تور او سپين) په نوم د دغو عكسونو نه جوړ يو كتاب يې هم چاپ كړى دى، چې په لومړي پړاو كې به يې د ښوونځيو په كتابتونونو وويشي.

ټاكل شوې چې د عكسونو دغه نندارتون په لنډو ورځو كې د كابل په عايشه درانې او رحمان بابا ليسو كې هم نندارې ته جوړ شي.
XS
SM
MD
LG