د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

معلم ظفر: زما د پلورنځي په بريد کې د تلاوت کېسټې هم سوڅېدلي


معلم ظفر
معلم ظفر
پوښتنه: معلم صيب ظفر ستاسې پر مرکز د بريد دا پېښه څه وخت او څنګه شوې؟

ځواب: د ماښام لمونځونه مو وکړل او کور ته لاړو، ډوډۍ مو وخوړه د ماسختن لمونځونه موکول، چې درز شو، زموږ يو منشي راته ټېلفون وکړ، چې په دوکان کې بم وچاوده، چې راغلم ومې کاته، دوکان ته دشا له خوا بم ايښودل شوى و. پوليس او امنيت کسان ټول راغلي ول.

پوښتنه: بم ايښودل شوى و، که چا لاسي بم يې پرې راغورځولى و؟

ځواب: نه نه د شاله خوا نه دکان ته لګېدلي دي، جالۍ غوندې دي، په همغه کې يې بم ايښى و.

پوښتنه: دا خو پلازه ده خپل څوکيدار لري، ولې هغه پام نه و کړى که څنګه؟

ځواب: چوکيدار يې مخې ته ناست و، شاته يې پوليس هم ول؛ نو د جلال اباد ښار خو داسې نه دى، چې پر امنه ښار دى او دا چې څوک څه کوي نو له هرې لارې يې کولى شي، د دغو بمونو ايښودو والا او خودکش والا خو څوک مخه نه شي نيولى؛ ځکه چې ښار کې رش ډېر دى.

پوښتنه: نو دويم منزل ته راختلى و که څنګه؟

ځواب: د شا له خوانه دوکان ته د راختلو لاره ده، زموږ دوکان خو دويېم منزل کې دى خو د مخې نه، د شا له خوانه ورته راغلى دى.

پوښتنه: د شا له خوانه څه ډول لاره ده، ما خو چې وليدل لار ه نشته؟

ځواب: هو ورشئ وې ګورئ ښه پراخه لاره ده. لاس يې ورته رسېږي او ښه په استقامت يې دا کار کړى دى.

پوښتنه: ځيني خلک وايي، چې تاسې ته د دې پېښې نه مخکې کومه اعلاميه يا اخطاريه هم درکړل شوې ده؟

ځواب: نه نه، داسې نه وه، موږ ته چا کوم اخطار نه و راکړى او نه موږ داسې يقين کوو، چې دا کار دې طالبانو کړى وي دا هغه څوک کوي چې شر او فساد خپروي او امن خرابوي.

پوښتنه: تردې وروسته خپل دوکان بېرته ترميموئ او که داکسب بېخي پرېږدئ؟

ځواب: دې حالاتو ته چې ګورو مخکې موږ هم تصميم نيولى و، چې داد کېسټو کارو بار ختم کړو، شل شپې مخکې زه راغلى وم، چې په دې کې به يو څه خياطان واچوم او خپل کارو بار به شروع کړم، اوس خو نوم دکېسټو بد دى کنه کارونه خو هررقم خلک کوي.

پوښتنه: اوس تاسې دغه دوکان ترميموئ او که ختموئ يې؟

ځواب: جوړو خو يې په دې خاطر چې کارو بار به په کې کوو، که چېرته دا کار په دې څوک کوي چې د کېسټو کارو بار به ختم کړي؛ نو ښه کار يې نه دى کړى دا شرارت دى، هسې يو اشتهار دى چې مدا د کېسټو والا بدنام شي، کنه وګوره چې الحمدالله د قران کريم کېسټې په کې شته د تلاوت کېسټې په کې شته داسې څوک به وي، چې د تلاوت کېسټې واخلي ايسته يې خطا کړي. تاسې دا وګورئ ټولې دتلاوت کېسټې لاندې په ځمکه پرتې دي!
په جلال اباد ښار کې د معلم ظفر د کېسټو دوکان چې په بم الوزول شوی دی


پوښتنه: تاسې ته په دې حمله کې څومره زيان رسېدلى؟

ځواب: سمدستي خو معلومات نه کېږي او نن سبا خو د پيسونه هم څه نه جوړېږي، دوکان هم نيمايي ختم شوى دى. په دې خبره ډېر خلک خوشالېږي خو زه يې په دې خاطر هم نه کوم چې څوک پرې خوشاله شي، موږ شکر په کې بچ يوو، ګاونډيان مې بچ دي او نور مسلمانان هم په کې بچ شوي دي.

دا دونيايي معاملې دي او پېښېږي؛ خو په دې لوى ښار کې دا وړې معاملې هېڅ شى هم نه دي.

پوښتنه: څومره وخت کېږي چې دا کارو بار کوئ؟

ځواب: تقريباً ١٤- ١٥ کاله کېږي.

پوښتنه: ستاسې نوم هم ډېرزيات مشهور دی په هرځاى کې اخستل کېږي فکرکوي، چې ځينو نور هغه خلکو چې ستاسې دغه شهرت زغملى نه شي د هغوى له خوانه به دا بريد تنظيم شوى وي؟

ځواب: زه فکر کوم دا په همدغه ښار کې يوتعداد خلک دي او غواړي چې د ښار امن خراب کړي، شهرت څوک له چانه نه شي اخستلى دا د خداى کارونه دي؛ خو دغه کار چې هر چار کړى، ښه يې نه دي کړي ځکه چې په دې کې دتلاوت کېسټې پرتې وې، که ماته يې په خوله هم ويلي واى؛ نو مايې مخنيوى کولى شو؛ ځکه زه په خپله معلم يم، د ښو او بدو تميز کولى شم؛ خو دا کار نه د چا په تاوان و او نه د چا په ګټه.

پوښتنه: بله دا ده چې د پېښې نه وروسته امنيتي پوليس چې راغلل هغوى بيا څه وکړل څوک يې ونيو څه ډاډ يې درکړ يا نه؟

ځواب: که رښتيا درته ووايم کنه زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې دې داسې سړى پيدا شي، چې هغه داسې کسان ونيسي او مقدمه دې ورسره وکړي او يا جزا ورته ورکړل شي؛ ځکه په دې زه هم پوهېږم او ته هم چې په افغانستان کې جنګ د څه په خاطر روان دى او امنيت څرنګه راځي او څوک کولى شي چې امنيت ونيسي، د لته هر رقم لوبۀ روانه ده، حقيقت هېڅوک نه شي ويلى.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG