د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

عظيمي:د ملي اردو د سرتيري له خوا د بريتانوي عسكرو په وژل كېدو خواشيني یو

عظیيم وايي، د ملي اردو ليكوته به د سرتيرو په جذب كې ترپخوا ډيردقت وشي
عظیيم وايي، د ملي اردو ليكوته به د سرتيرو په جذب كې ترپخوا ډيردقت وشي
وروسته ترهغې چې په هلمند ولايت كې د ملي اردو د يوه سرتيري له خوا درې بريتانوي عسكر ووژل شول د افغانستان د دفاع وزارت او نړيوال سوله ساتي ځواكونه ډاډ څرګندوي، چې دا پېښه به د تروريزم په وړاندې د دوى په ګډې مبارزې منفي اغيزه ونه كړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهرعظيمي د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د ايساف ځواكونو له وياند سره په ګډ خبري كنفرانس كې وويل، چې په دې اړه جدي څيړنې پيل شوي او ډير ژر به دا معلومه شي چې دا پېښه څنګه او ولې شوې ده.

جنرال عظيمي څرګنده كړه، چې داسې پېښې كله ناكله د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو كې هم كيږي خو د افغانستان د دفاع وزارت به له دې وروسته د ملي اردو ليكو ته د سرتيرو په جلب او جذب كې لا ډير دقت څخه كار واخلي:

"کله چې يو عسكر د ملي اردو ليكو كې شامليږي په دوامداره توګه د دفاع وزارت د استخباراتو تركشف لاندې وي.

دغه ډول پېښې د نړۍ په نورو سيمو كې هم كيږي، خو د ملي اردو د جلب او جذب په پروسې به بده اغيزه ونه كړي او په ملي اردو د خلكو او نړيوالې ټولنې د بي اعتمادۍ لامل به هم ونه شي.

دا پيښه د دې سبب كيږي، چې موږ او نړيواله ټولنه د افغان ملي اردو په برخه كې لادقت وكړو او ښه نتيجه ورڅخه ترلاسه شي."

دا څرګندونې وروسته ترهغې كيږي، چې د سې شنبې په ورځ د هلمند ولايت په باباجي سيمه كې د ملي اردو يوه عسكر پر برتيانوي ځواكونو ډزې وكړې، چې له امله يې درې بريتانوي سرتيري ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

د دفاع وزارت وياند جنرال عظيمي خبريالانو ته وويل، چې د ملي اردو دغه عسكر له سيمې نه په تيښته بريالى شوى خو د نيولو لپاره يې جدي هڅې دوام لري.
د ايساف يا نړيوالو سوله ساتو ځواكونو وياند جنرال جوزف بلاتز


د افغانستان ولسمشر حامد كرزي هم د ملي اردو د يوه سرتيري له خوا د دغو بريتانوي عسكرو په وژل كېدو خفګان ښودلى او په دې اړه يې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو له عمومي قومندان جنرال پټرویس او دغه راز د بريتانيې له صدراعظم ډېوېډ كامرون سره خبرې كړي.

د ايساف يا نړيوالو سوله ساتو ځواكونو وياند جنرال جوزيف بلاتز وويل، چې دې پيښې دوى سخت خواشيني كړي، خو پر افغان ځواكونو به د دوى اعتماد ته زيان ونه رسوي:

"دا ډول پيښې جدي دي او مونږ به د موضوع جرړو ته د ځان رسولو لپاره جدي څيړنې وكړو.

خو په عين حال كې موږ له افغان ځواكونو سره اوږه په اوږه د خپل ګډ دښمن په وړاندې مبارزې ته دوام وركوو."

دا لومړى ځل نه دى، چې افغان ځواكونه په افغانستان كې پرميشتو بهرنيو ځواكونو ډزې كوي بلكې تردې وړاندې هم دا ډول پيښې د دې هېواد په ځينو سيمو كې شوي، دغه راز په ځينومواردو كې بهرنيو ځواكونو هم په تيروتنې د افغان ځواكونو پر مركزونو بمبارۍ كړي، چې پوليسو او د ملي اردو ځواكونوته يې تلفات هم اړولي دي.

په هملند ولايت كې د افغان ملي اردو د يوه سرتيري له خوا پر بريتانوي ځواكونو دې حملې ته په كتو داسې ګنګوسۍ شته، چې ښايي وسله والو مخالفينو د ملي اردو ليكو ته په يوه ډول لاره پيدا كړې وي، خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال عظيمي ډاډ څرګندوي، چې ملي اردو ته سرتيري د ځانګړو او سختو شرايطو پر اساس جذبيږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG