د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

په کابل کې کوڅه ډبو سپیو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي


په کابل کې کوڅه ډب سپي ورځ په ورځ زیاتیږي او د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره یې څوک نشته
په کابل کې کوڅه ډب سپي ورځ په ورځ زیاتیږي او د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره یې څوک نشته

د كابل ښار ګڼ شمير اوسيدونكي د خپلو استوګنو په سيمو كه د كوڅه ډبو سپيو له شتون شكايت كوي وايي، چې د دغو سپيو د ټولو لپاره د مسوولو ارګانونو له خوا هيڅ ډول اقدام نه دى شوى. دا په داسې حال كې ده چې كابل ښاروالې او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په دې برخه كې د يو لړ اقداماتو خبره كوي. د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت په وينا په تير كماپين كې كابو ۳۰۰۰ كوڅه ډبه سپي له منځه وړل شوي ول

د افغانستان په پلازمينه كابل كې د زرګونو كوڅه ډبو سپيو شتون د كابل ښاريانو ژوند له ستونزو سره مخ كړى دى.

كابل ښاريان وايي، چې مسوولو ارګانونو د ښار له لارو او واتونو څخه د دغو سپيو د ټولولو په برخه كې كې هيڅ ډول اقدام نه دى كړى:

"ډیري ناروغۍ له سپیانو انسان ته انتقالیږي او دا ښاروالي پورې تړلې خبره ده، حفظ الصحه څه ته وايي؟ دوی باید دا ټول له دې ځایه ورک کړي.

سپي په دې موسم کې ډېر لېوني کیږي او دا ډېر خطر لري، باید چې له منځه یوړل شي."

د خلكو د استوګڼې په سيمو كې د كوڅه ډبو سپيو شتون يواځې د كابل ستونزه نه ده بلكې د افغانستان د ګڼ شمير نورو ولايتونو اوسيدونكې هم له دغې ستونزې سره مخ دي.

كابل ښاروالې وايي، چې شا او خوا شپږ مياشتې مخكې په كابل كې د كوڅه ډبو سپيو د راټولولو يو كمپياين پيل شو خو د ضرورت وړ درملو د نه شتون له امله دوى ونه شول كولى چې په نوموړې برخه كې د كابل ښار د ډيريو سيمو كوڅه ډبي سپي له منځه يوسي.

خو د كابل ښاروالۍ د تنظيف ریيس نثار احمد حبيبي وايي، چې دوى د درملو د نه شتون ستونزه د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره هم شريكه كړې ده.

"هرکله چې روغتیا وزارت موږ ته د سپیو د له منځه وړلو دارو راکړي، موږ دا پروسه ډېر ژر پیلوو، موږ د روغتیا وزارت ته ډېر وړاندېزو او غوښتنې کړي، چې موږ ته دا دارو چمتو کړي، خو له بده مرغه هغوی په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړې"

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د كابل ښار له لارو او واټونو څخه يې د كوڅه ډبو سپيو د راتولو په برخه كې د امكان تر حده خپلې هڅې كړې دي.

دعامې روغتيا وزارت وياند كارګر نور اوغلي ازادي راډيو ته وويل، چې په دې برخه كې يوې كميټې په كار پيل كړى او تر راتلونكې يو مياشتې پورې به په ټول افغانستان كې د كوڅه ډبو سپيو د راټولو كمپاين پيل شي:

"دا يوه لويه ستونزه ده، د كوڅه ډبو سپيو شمير له حده وتلى دى، په دې ورستيو كې د عامې روغتيا وزارت يوې كميټې ته دنده سپارلې، چې له بهرنيو هيوادونو څخه د سپيو د لمنځه وړلو درمل واخلي، انشاءالله ډاډ وركوم چې تر راتلونكې يو مياشتې پورې به په ټول افغانستان كې د كوڅه ډبو سپيو د راټولولو كمپاين پيل شي."

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، چې په تير كماپين كې هم كابو درې زره كوڅه ډبي سپي د كابل ښار له لارو او واټونو څخه راټول او د استريګنيل يا د سپيو د وژنې د درملو په واسطه له منځه يوړل شول.

په داسې حال كې چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په لنډ مهالي كې له لارو او واټونو څخه د كوڅه ډبو سپيو د راټولو خبره كوي، د خلكو زړونو ته دا نه لويږي چې په نوموړې برخه كې شوې ژمنې ريښتينې شي.
XS
SM
MD
LG