په افغانستان كې د ګرمي د زياتېدو له امله، په مركز او ولايتونو کې ګڼ شمير ماشومان په ناروغيو اخته شوي دي.
د كابل ښار په روغتونو كې هره ورځ په سلګونو خلك ليدل كيږي، چې ناروغ ماشومان يې، معايني او درملني ته راوستي وي.
دوى وايي، په خصوصي روغتونونو كې د فيس له زوره نه دي او يو دولتي روغتون د ناروغو ماشومانو معاينو او درملني ته كافي نه دی.
د كابل د ماشوم د روغتيا د انسټيټوټ مخې ته دوو تنو ازادي راډيو ته د دوى ستونزه داسې په ګوته كړه:
"زمانوم مطيع اله دی، ماشومان په دې وخت كې د ګرمۍ، ناپاكو اوبو او ناپاكو خوړو له امله ناروغان كيږي، دوه روغتونونه ورته كافي نه دي او خلك غريب دى، د خصوصي روغتونونو فيس نه شي وركولى."
د كابل ښارګڼ شمېر كورنۍ، د دوى ناروغ ماشومان په كابل كې د ماشومانو د درملنې يوازيني دولتي روغتون ته ورولي.
د دې روغتون ډاكتران وايي، چې هركال په دې موسم كى د هوا د ګرمي او د چاپيريال د ككړتيا له امله اكثره ماشومان د نس ناستي په ناروغۍ اخته كيږي خو پېښه ناروغۍ د انديښنى وړ نه ده او دوى ورته تدابيرنيول دي.
په دې هكله په كابل كې د ماشوم د روغتيا د انسټیټوټ رييس ډاكترنورالحق يوسفزي ازادي راډيو ته وويل:
"دا ناروغى كال په كال پيښيږي، موږ په روغتون كې ترزرو پورى ناروغان بستر كړي، چې پنځوس فيصده يې ماشومان او د نس ناستي په ناروغۍ اخته دي، خو دا ناروغۍ د انديښنې وړنه ده او موږ ورته تدابير نيولي دي."
ډاكتر نورالحق يوسفزي وويل، چې دې ډول ماشومو ناروغانو ته د موسمي وارډ په نوم ځانګړى وارډ لري، چې په مجهزو وسايلو او تجربه لرونكي پرسونل سمبال او ناروغ ماشومان په كې په لږ وخت كې رغيږي.
همدارنګه د افغانستان د روغتياوزارت وايي، چې په هېواد كې شته روغتونو نه د نفوس په پرتله لږ دي، خو دوى تدابير نيولي دي، چې روغتونونه او روغتيانيي مركزنه زيات كړي. په دې هلكه د روغتيا د وزارت وياند ډاكټر غلام سخي كارګر نور اغلي ازادي راډيو ته وويل:
"پرته له شكه دا روغتونونه كافي نه دي، خو د روغتيا وزارت پلان لري، په لڼد مهالو او اوږد مهالو پروګرامونه د هېواد په مركز او ولايتونو كې روغتونونه او روغتيا يې مركزونه زيات كړي."
د چارو كارپوهان وايي، دولت او په تېره د روغتيا وزارت بايد داسې وضيعيت ته، چې هركال تجربه كيږي بايد مخكې له مخكې يوازې په دولتي روغتونونو كې نه بلكې په خصوصي روغتونونو كې هم تدابير ونيسي.
سربېره پردې ويل كيږي، چې د هېواد په ليرې پرتو سيمو كې، اكثره خلك له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي او ناروغان په ډېرې سختۍ سره د ولايتونو مركزونو ته ليږدوي.
ځيني دا هم وايي، چې كله كله د دوى ناروغان حتى تر روغتونه پورې هم نه رسيږي.