په داسې حال كې چې د دولت وسله والو مخالفينو په دې وروستيو كې د خودساز يا په لاس جوړ شوو ماينونو اېښودلو ته زور وركړى د دفاع وزارت وايي، چې د ماينونو د تلفاتو د مخنيوي لپاره يې نوي تدابيرنيولي دي.
د دفاع وزارت چارواكي وايي، چې د امريكا متحده ايالاتو د ماينونو په وړاندې د مبارزې لپاره له دې وزارت سره د درې مليارده ډالرو د مرستې اعلان كړى او له دې مرستې سره به دوى وكولاى شي، تر ډېره په سړكونو او لويو لارو كې ښخ شوي ماينونه كشف او شنډ كړي.
د دفاع وزارت د اضطراري حالاتو د اداري مرستيال جنرال محمد شفيع بهير د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې د ماينونو د چاودنو له امله تلفات زيات شوي او دوى هڅه كوي چې مخه يې ونيسي:
د امريكا متحدو ايالاتو په داسې حال كې د افغانستان د دفاع له وزارت سره د ماينونو په وړاندې د مبارزې لپاره د درې ميليارده ډالرو د مرستې ژمنه كړې، چې د دې هيواد په بيلابيلو برخو كې د دولت وسله والو مخالفينو مين ايښودلو ته زور وركړى او هره ورځ افغان او بهرنيو ځواكونو او دغه راز ملكي خلكو ته تلفات اوړي.
د دفاع وزارت وايي، چې وسله وال طالبان ترډېره غيرمعياري ماينونه چې دوى په خپله يې جوړوي كاروي، جنرال بهير وويل، چې د حكومت له لوري د امونيم نايتريت سرې په پير پلور بنديز لګول تريوه حده د وسله والو مخالفينو د مين ايښودلو فعاليتونه كم كړي دي:
"كومې څيړنې چې د ۲۰۰۷ او۲۰۱۰ ميلادي كلونو ترمنځ شوي، ښيي چې وسله والو مخالفينو په چاودنو كې په سلوكې اتيا په لاس جوړشوي ماينونه كاروي.
امنيتي ځواكونو ته په سلوكې اتيا تلفات د همدغو ښخ شوو ماينونو او نورو چاوديدونكو موادو له امله اوړي خوپه امونيم نايتريت سرې بنديز په سلو كې اوه چاودنې كمې كړي دي."
نوموړي څرګنده كړه، چې دا مهال په مزارشريف كې د ماينونو پرضد د مبارزې لپاره يوعصري روزنيز مركز فعاليت لري، چې تراوسه په دولسو پړاونو كې سلګونه تنه د ملي اردو او پوليسو افسران په كې روزل شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.
دغه راز بهرنيو ځواكونو هم څوځلې ويلي، چې دوى ته ډېر تلفات له وسله والو مخالفينو سره په مخامخ جګړه نه بلكې د سړك غاړې د ښخ شوو ماينونو له امله اوړي چې د مخنيوي لپاره يې بايد جدي اقدام وشي.