كه څه هم د افغانستان زيات وګړي له دولت څخه ګيله مند دي چې دوي ته يي د كار موندلو په برخه كې زيات څه نه دي كړي خو د صنعت كارانو ټولنه وايي چې دوي كه څه هم په زرګونو افغانانو ته كار وركړي خو بيا هم د دوي لپاره دولت كافي اسانتياوې نه دي برابرې كړي.
د افغانستان د صنعت كارانو د ټولنې مشرعبدالجبار صافي د يكشنبې په ورځ په كابل كې د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل، چې د امنيتي ستونزو ترڅنګ تر اوسه پورې افغان دولت ان د صنعت كارانو لپاره د ملاتړ يوه پاليسي هم نه ده جوړه كړې.
نوموړي دا هم وويل، چې ان د كابل په پلچرخي كې د صنعتي پاركونو په ځاى كې د صنعت كارانو ۳۲ نومرې ځمكې هم په غير قانوني توګه خلكو ته وركول شوي دي او د وزيرانو د شورا له اقتصادي كمېټې څخه يي وغوښتل چې دغه ځمكې دې بيرته صنعت كارانو ته وركړي او كه د دوي دا غوښتنې ونه منل شي نو په مظاهرو به لاس پورې كړي.
ښاغلي صافي وړاندې وويل، چې كه د افغانستان د صنعت برخې ته زياته پاملرنه وشي نو بې له شكه چې دا نيغ په نيغه د افغانستان پر امنيت باندې هم مثبته اغيزه پرې باسي ځكه د ده په وينا د نا امنيو يو لامل په هېواد كې د بې كاري د كچې لوړوالى دى.
خو د افغانستان د ماليي وزير ډاكټر انورالحق احدي تر دې مخكې په يوې خبري غونډه كې ويلي وه، چې افغان دولت ژمن دى چې د صنعت كارانو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې كړي او په ځانګړي توګه په كورني توليداتو باندې محصول كم او په وارداتو باندې ګمركي ماليه زياته كړاى شي څو كورني توليدات وده وكړي.
د افغانستان د صنعت كارانو ټولنه وايي، چې دا مهال د كابل په صنعتي پاركونو كې ټولې ۲۸۱ فعالې فابريكي شته دي چې تر ۲۶۰۰۰ زيات كسان په كې كار كوي.
د كابل صنعتي پاركونه په ۵۴۱ هكټاره مځكه باندې جوړشوى دى خو د صنعت كارانو د ټولنې چارواكي وايي، چې په دغو پاركونونه منظم سړكوونه شته نه هم د كاناليزسيون سيستم او نه هم داسې نورې اړينې اسانتياويې.
كارپوهان وايي، چې د افغان دولت په وړاندې يوه ستره ننګونه داده چې دوي په دې وتوانيږي چې عامو خلكوته د كار زمينه برابره كړي او كه دغه ستونزه حل شي نو بيا به عام افغانان په اسانۍ سره زړه نه ښه كوي چې خپلې كورنۍ ته نفقه د ټوپك په شپيلۍ پيدا كړي.
مجاهد جواد .