د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۸

افغان ولسمشر د ملګرملتونو له تور لیست څخه د ۵۰ طالبانو د نومونو د ایستلو غوښتونکی دی

افغان ولسمشرحامد کرزی غواړي له ملګروملتو څخه غوښتنه وکړي څو د طالبانو د شاوخوا ۵۰ کسانو نومونه له خپل تور لیست څخه وباسي. ملګروملتونو نږدې نهه کاله مخکې په یوه پرېکړه لیک کې ۱۳۷ تنه افغانان په دې تور په تور فهرست کې شامل کړل، چې تروریستان دي. په تور فهرست کې د شاملو کسانو شتمنۍ کنګل شوي او پر سفر یې بندیز لګېدلی دی.

امریکايۍ واشنګټن پسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغان ولسمشر په پام کې لري له ملګروملتونو څخه غوښتنه وکړي، څو د پخوانیو طالبانو د شاوخوا پنځوسو کسانو نومونه له خپل تور فهرست څخه وباسي.

د ملګروملتونو له دې فهرست څخه چې د افغانانو ټول ۱۳۷ نومونه په کې دي، د پنځوسو طالب چارواکو د نومونو د لیرې کولو غوښتنه په داسې وخت کې کېږي، چې ولسمشر حامد کرزي له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د پرمختګ خبر ورکړی.

واشنګټن پست د یو جګپوړي افغان مقام په حواله راپور ورکړی، چې په دې پنځوسو کسانو کې لږترلږه پنځه تنه هغه پخواني طالبان دي، چې اوس یا په ملي شورا کې غړیتوب لري او یا په خصوصي ډول د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې منځګړتوب کوي.

د افغان حکومت دې جګپوړي مقام چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط له ورځپاڼې سره خبرې کړي، ویلي دي، چې ښاغلی کرزی به له ملګروملتونو څخه وغواړي، چې له تور لیست څخه له دېرشو نیولې تر پنځوسو پورې کسان وباسي او دا هغه کسان دي، چې د ورځپاڼې په وینا له القاعده سره ارتباط نه لري.

د واشنګټڼ پسټ راپور له مخې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ځانګړي استازي ریچارډ هولبروک د تېرې سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګروملتونو له چارواکو سره په کتنه کې له هغو غوښتنه وکړه، چې د افغان حکومت په خوښه د دې کسانو نومونه له تور فهرست څخه لیرې کړي.

واشنګټن پسټ په خبرو اترو کې د شاملو سرچینو په حواله لیکي، ریچارډ هولبروک هیله من دی، چې ملګري ملتونه به په کابل کې له جوړېدونکي کنفرانسه مخکې له تور لیست څخه د ځينو پخوانیو طالب چارواکو د نومونو له اېستلو سره موافقه وکړي.

د ملګروملتونو د ۱۲۶۷ نمبر پرېکړه لیک له مخې په تور لیست کې له طالبانو او القاعده شبکې سره د تړلو کسانو شتمنۍ کنګل شوي او پر هغو د سفر بندیز هم لګول شوی دی، خو له وسله والو مخالفانو سره د پخلاینې لپاره د ښاغلي کرزي وروستیو هڅو، په دې برخه کې چې څوک باید د ملګروملتو له تور فهرست څخه وزي او څوک باید په کې پاتې شي یولړ شکونه رامینځ ته کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، سپینه ماڼۍ د ملګروملتو له تور لیست څخه د طالبانو د مشر ملامحمد عمر په ګډون د ځینو سخت دریځو مشرانو له اېستلو سره مخالفت کوي.

د ولسمشرحامد کرزي دفتر مخکې ویلي وو، چې ملګروملتونو له دې تور لیست څخه د هغو طالب مشرانو د اېستلو له غوښتنې سره موافقه کړې ده، چې له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکي نه لري، خو واشنګټن پست زیاتوي، د ملګروملتونو چارواکي نور شواهد غواړي څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دې وسله والو له تشدد څخه لاس اخیستی، د افغانستان اساسي قانون یې منلی او له القاعده شبکې او وسله والو طالبانو سره یې خپل اړیکي پرې کړي دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG