د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

كارل لوين:د حقاني ډله دې هم په تور ليست كې شامله شي

د متحده ايالاتو د سنا په مجلس كې د پوځي خدمتونو د كمېټې مشر كارل لوين
د متحده ايالاتو د سنا په مجلس كې د پوځي خدمتونو د كمېټې مشر كارل لوين

د متحده ايالاتو د سنا يو دوه كسيزه پلاوي له تېرو درېو ورځو راهيسې له افغانستان او پاكستان څخه ليدنه وكړه، دوي د تروريزم پرضد جګړه كې د پاكستان وروستۍ هڅې وستايلې خو زياته يي كړه چې لا هم زيات څه بايد وكړي، دغه راز دوي ټينګار وكړ چې د افغانستان د ملي اردو شمېراو ځواك بايد زيات شي څو په راتلونكي كال كې په امنيتي ډګركې زيات مسوليت ترلاسه كړي.

افغانستان ته د متحده ايالاتو د سنا د مجلس پلاوي د تروريزم په وړاندې د جګړې په برخه كې د پاكستان وروستي هڅې وستايلې، خو زياته يي كړه چې لا هم پاكستان بايد په دې برخه كې زيات څه وكړي.

د متحده ايالاتو د سنا په مجلس كې د پوځي خدمتونو د كمېټې مشر كارل لوين د يكشنبې په ورځ د كابل په نړېوال هوايي ډګركې كله چې يي له افغانستان او پاكستان څخه خپل درې ورځنى سفر پاى ته ورساوه يوې خبري غونډې ته په دې اړه داسې وويل:

(زه فكر كوم چې پاكستان د خپلې خاورې په دننه كې د تروريستانو په وړاندې ځينې اقدامات كړي دي په ځانګړي توګه د هغو په وړاندې چې په پاكستان كې په ځينو اهدافو باندې بريدونه كوي، خو هغه څه چې لا پاتې دي هغه دادي چې پاكستان تردې مهاله په شمالي وزيرستان كې د حقاني د ډلې په وړاندې څه نه دي كړي او دغه راز په كويټه كې هم د طالبانو پرضد يي په رېښتوني توګه څه نه دي كړي.)

كارل لوين وړاندې وويل، كله چې دى بيرته امريكا ته ورسيږي نو دى به ترهرڅه وړاندې اړونده چارواكي دې ته وهڅوي چې د حقاني ډله هم په تورلست كې شامله كړاى شي او كله چې داسې وشي نو مثبتې پايلې به يي هم ضرور وليدل شي.

نوموړي وړاندې وويل، چې دا مهال ليدل كيږي چې د افغان امنيتي ځواكونو په ځواكمنتيا كې د پام وړمثبت بدلون راغلى خو زياته يي كړه چې د افغانستان د ملي اردو شمېر بايد نور هم زيات شي:

(دى به د افغانستان د ملي اردو د شمېراو ظرفيت د لوړولو پر موضوع باندې كار وكړي او د دې كار لپاره به د ناټو له ټولو غړو هېوادونو څخه وغواړي چې د افغان امنيتي ځواكونو د غښتلتيا په برخه كې چې كومې ژمنې يي كړي دي هغه پوره كړي او كافي روزونكي راوليږي چې دا مهال يي په زرګونو تنو ته اړتيا ده.)

د امريكا د سنا د مجلس د پوځي خدمتونو د كمېټې دغه پلاوى دغه راز دا ومنله چې په افغانستان كې راتلونكي ورځې د دوي لپاره ډيرې سختې دي خو په پاى كې په دې جګړه كې بريا هرومرو د دوي په برخه كې ده.

د امريكا د سنا د مجلس دغه پلاوي دا هم وويل، چې د افغانستان ستونزې يوه سيمه ايز حل ته اړتيا لري او بايد د سيمې هېوادونه په ځانګړي توګه د افغانستان ګاونډي هېوادونه د دې هېواد د سولې او ثبات په برخه كې مهم رول ادا كړي.

مجاهد جواد .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG