د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۷

ناټو: په افغانستان کې د ملیشو جوړلو پلان نه لرو


په افغانستان كې د ايساف ځواكونو وياند جنرال بلاتز (ښ) او په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د ملكي برخې وياند ډامنيك ميډلي
په افغانستان كې د ايساف ځواكونو وياند جنرال بلاتز (ښ) او په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د ملكي برخې وياند ډامنيك ميډلي
په داسې حال كې چې كله ناكله په افغانستان كې د مليشو جوړولو خبرونه ترغوږه كيږي، خو د ايساف يا د سوله ساتو ځواكونو چارواكي وايي، چې په افغانستان كې د مليشو جوړولو لپاره هېڅ ډول پروګرام په پام كې نشته، بلكې د هغو سيمه ييزو ځواكونو په جوړولو خبري روانې دي، چې په ليرې پرتو سيمو كې به د رسمي پوليسو ملاتړي اوسي.

په افغانستان كې د ايساف د ځواكونو وياند جنرال بلاتز د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري ناستې ته وويل، چې د سيمه ييزو ځواكونو جوړول به د كورنيو چارو د وزارت له خوا عملي شي. ده وويل:

"څو ورځې مخكې په يوې ليدنې كې جمهور رييس كرزي په خپله د عامه ساتنې د افغان پوليسو مساله راپورته كړه او دوى پرې بحث وكړ.

په حقيقت كې د عامه ساتنې د پوليسو جوړول د افغانستان د كورنيو چارو وزارت يوه پروژه ده، چې په ښه توګه روانه ده او موږ په دې تمه يو چې په راتلونكو څو ورځو كې به دغه پروژه د كابل په كنفرانس كې هم مطرح شي."

جنرال بلاتز يوځل بيا د واشنګتن پوست دا راپور رد كړ، چې ګواكې د افغانستان د جمهور رييس حامد كرزى او په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو د عمومي قوماندان جنرال پټرویس ترمنځ پر يوشمېر موضوعګانو د نظر اختلاف څرګند شوى دى.

جنرال بلاتز دا يوه تيرونه وبلله او ويې ويل، چې جنرال پټرویس په اته ورځو كې اته ځلې له حامد كرزي سره ليدلي پر ډېرو موضوعګانو يې ورسره بحثونه كړي خو پر يوې موضوع يې هم اختلاف نه دى راغلى.

په دې ناسته كې په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو د ملكي برخې وياند ډامنيك ميډلي هم ګډون كړى و، ده په نږدې راتلونكي کې د كابل د جوړېدونكي نړيوال كنفرانس ملاتړ وكړ او ويې ويل:

"راتلونكې اوونۍ به د افغانستان حكومت د امنيت، پرمختګ او حكومتدارۍ د ښه كيدو لپاره د خپلو پروګرامونو د پرمخ بولو لپاره يو پلان وړاندې كړي.

تمه كيږي، چې نړيواله ټولنه او مرسته كوونكي ادارې له دغو پروګرامونو او پلانونو نه ملاتړ وكړ.

ناټو هم په فعاله توګه د دې كنفرانس ملاتړ كوي او هغه د افغانانو رهبرۍ او مسووليت ته د انتقال د پراخ پلان يوه برخه بولي. "

د ناټو ملكي وياند داهم وويل، چې په پام كې ده چې د ناټو يوپلاوى هم د كابل په نړيوال كنفرانس كې ګډون وكړي.

افغان دولت په پام كې لري، چې د هيواد د بيارغاونې، پرمختګ او ښې حكومتدارۍ د پروګرامونو د پلي كولو په مقصد د نړيوالې ټولنى پام راواړوي او مرستې يې جلب كړي.
XS
SM
MD
LG