د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په هېواد كې د امنيت د ټينګښت او د پوليسو د ښې روزنې او پياوړتيا لپاره د شپږو ټكوعملي كېدل اړين بولي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې د كورنيو چارو نوى وزير د شپږو ټكو دغه نوې طرحه د خپلو كارونو په سر كې نيولې ده، چې په دې سره به د پياوړتيا او مسلكي توب بهيرګړندى شي او پر امنيتي حالت به هم مثبته اغېز وكړي.
د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ په كابل كې د خپل اونيز راپور د وړاندې كولو پر وخت خبريالانو ته وويل، چې د پوليسو د روزنې او د رهبرۍ پياوړي كول د دې طرحې له مهمو ټكو څخه دي:
”لومړى او بېړنۍ لومړيتوب د رهبرۍ پياوړي كول او د پوليسو روزنه او تعليم دى، په افغان پوليسو كې د تعليماتو پراختيا په چټكه توګه روانه ده.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت رهبري، د اداري فساد په وړاندې جدي مبارزه پيل كړې، په جوړښتونو كې اصلاحات بيل اړخونه په بر كې نيسي، دغه وزارت يوه نوې ارزونه پيل كړې چې وګوري په كومو ولايتونو كې په څه اندازه تشكيلات اړين دي.“
ښاغلي بشري وويل، چې په ټول هېواد كې به د پوليسو معيشتي حالات وڅېړي او د دوى د ژوند د ښه كولو لپاره به اساسي ګامونه واخيستل شي.
همدارنګه نوموړي د كابل نړېوال كنفرانس ته د امنيتي تدابير په اړه مالومات وركړل، ده وويل، د افغان او نړېوالې ځواكونو يو ګډ پلان په بشپړېدو دى:
”د كابل كنفرانس د امنيت لپاره، ګډ امنيتي پلان ترتيب شوى دى، د كورنيو چارو او دفاع وزارتونو ملي امنيت او ايساف د ځواكونو تر منځ هره ورځ غونډې كېږي، د پلان د پلي كېدو څارنه كوي او پلان بشپړېدونكى دى.“
د كورنيو چارو وزارت وايي، چې پوليسو په تېره اونۍ كې ۱۴۰ تنه د تروريستي فعاليتونو او ۶۳ تنه يې د نشه يي توكو د قاچاق په تور نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت په داسې حال كې د پوليسو د پياوړي كولو او مسلكي كولو لپاره د خپل نوي پلان خبره كوي، چې عام خلك د پوليسو د چلند په اړه شكايتونه لري.
معصوم ميوند_كابل