د افغانستان په يو شمېر سيمو كې نا امني، د غېرو مسولو وسلوالو ډلو موجوديت او وچكالېو له امله د بې ځايه شوېو كسانو ستونزې لا هم په خپل ځاى پاتې دي.
په كابل كې د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو د ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان كې څه باندې درې سوه زره بې ځايه شوي خلك دي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
زياتره له دوى څخه د افغانستان له شمالي سيمو څخه سويلي سيمو ته او له سويلي سيمو څخه نورو سيمو ته كډه شوي دي، دغه بې ځايه شوې كورنى له افغان حكومت څخه غواړي، چې دوى ته خپلو سيمو ته د بېرته ستنېدو زمينه برابره كړي، كابل ته د افغانستان له سوېل څخه دوه كډوال د خپلو ستونزو او د حكومت له خوا د نه پاملرنه ده.
په كابل كې د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمېشنرى له خوا د خپرو شوېو شمېرو له مخې ، په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د كډوالو شمېر له يو ميليون څخه زيات وو، چې اوس مهال دغه شمېره ۳۰۰ زرو ته راټيټه شوې ده.
په كابل كې د كدوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو عالي كمېشنرى وياند نادرفرهاد وايي، چې له هغو كسانو سره به چې د جګړو او نا امنيو له كبله د خپلو كورونو پرېښودو ته اړ شوي دي ، مرستې وشي، ويل كيږي چې افغان حكومت هم له كډوالو سره خپلو سيمو ته د بېرته ستنېدو د زمينې د برابرولو لپاره هڅه كوي.
په كابل كې د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره وايي، چې په روان ميلادي كال كې د دوى او افغان دولت په هڅو شاوخوا دوه زرو دوه سوه هغه بې ځايه شوي كسان بيرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي، چې د طالبانو له راپرځېدو وروسته په شمالي او لويديځو ولايتونو كې د خپلو سيمو پريښودلو ته اړشوي و.
كارپوهان وايي، د دې لپاره چې دغه بهير ادامه پيدا كړي، افغان دولت بايد د بې ځايه شوېو خلكو په اصلي مينو كې هغوى ته ور پېښ ګواښونه او ستونزې له منځه يوسي.
خبرياله : ماريا صديقي