د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۲

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د ځوانانو عالي شورا جوړي


په پام كې ده، چې په افغانستان كې د ځوانانوعالى شورا جوړه شي. د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت له خوا د يكشنبې په ورځ، د دې شورا د جوړېدو لپاره د مركز او نورو سيمو څخه د ځوانانو د مختلفو ټولنو استازي كابل ته رابلل شوي وو، ترڅو په يوې غونډه كې د دې شورا پرلايحه او تشكيلاتو يوې پريكړې ته ورسيږي. غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل، دا شورا به له ځوانانو سره مرسته وكړي، چې د دوى ستونزې او پيشنهادونه دولتي ارګانونو ته ورسول شي.

ويل كيږي، چې د افغانستان د نفوسو شپيته فېصده له ځوانانو جوړه ده او اكثره يې شكايت كوي، چې دوى ته په ټولينزو فعاليتونو كې يا برخه نه وركول كيږي او كه وركول كيږي، هغه هم ډيره لږه اوسي.

خو حكومت هڅې پيل كړي دي، چې د هېواد ځوانان په يوې عالي شورا كې سره تنظيم كړي.

په دې لړ كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يكشنبې په ورځ په كابل كې د هېواد د ځوانانو د مختلفو ټولنو ګڼ شمير غړي كابل ته
بللي ترڅو د دوى د ټولنو له استازيو څخه، د ځوانانو عالي شورا جوړه شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين وويل، دا لومړى ګام دى، چې د يوې شورا په چوكاټ كې د ځوانانو د راټولو لپاره پورته كيږي او په پام كې ده، چې د دې شورا څانګې په ولايتونو كې هم جوړې شي. ښاغلي رهين د ځوانانو د شورا د جوړېدو په هكله وويل:

"د كابل ښار او شاو خوا ولسواليو څخه بايد نولس تنه، د لومړيو درجو ولايتونو له مركزونو څخه اوه اوه تنه او د هرې ولسوالۍ نه يو يو تن انتخابيږي، دوى پرتشكيلاتو او لايحو بحثونه وكړى، پلان لرو چې حتی په كليو كې هم د ځوانانو شوراګانې جوړې كړو."

مسوولينو وويل، د ځوانانو د عالي شورا د جوړېدو لپاره تېركال اقدام شوی و او په دې موده كې په مختلفو نومونو د ځوانانو څه كم دېرش ټولنې جوړې او د عدليې په وزارت كې راجستر شوي دي.

ځوانان دغه اقدام ستايي او هيله ښيي، چې د دې شورا له لارې به وكړاى د دوى ستونزې او غوښتنې، دولت ته ورسوي.

يوې پېغلې مينې حميد ازادي راډيو ته وويل:

"دا شورا د ټول هېواد د ځوانانو په ګټه ده، ځوانان كار او تعليم غواړو خو له بده مرغه دا ستونزه يې پرځاى پاتى ده، كه ځوانان تنظيم شي، په لږ وخت كې به يې ستونزى هوارى شي."

ځنيي ځوانانو شكايت درلود، چې دا يوه دولتى شورا ده ځكه چې ډېرو ځوانو ټولنو ته چې كلونه كلونه يې په دې برخه كې كار كړی دى، برخه نه ده وركړل شوې.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې په دې شورا كې به د ځوانانو هغه ټولنې شامليږي، چې د عدليې په وزارت كې ثبت او د فعاليت قانوني جواز يې ترلاسه كړى وي.

كارپوهان وايي، چې په اوسنيو شرایطو كې افغاني ټولنه د ځوانانو فعاليتونو ته ډېر ضرورت لري او دولت ته په كار ده، چې دوى ته د كار او زده كړې ښې زمينې برابرې كړي ځكه چې اوسمهال هركال په لسګونوزره له ليسو فارغيږي، خو په پوهنتونونو كې ډېر لږ جذبيږى او زرګونه يې د كار په لټه اقتصادي ستونزې ګالي.

دوى داهم وايي، كه چيرې دې مسالى ته تدابير، ونه نيول شي، كيداى شي د ټولنې د پرمختګ په روان بهير ناوړه اغيزه هم وكړي.
XS
SM
MD
LG