د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

شهراني:د كابل كنفرانس لپاره مو پروګرامونه جوړ كړي


د كانونو وزير وحيد الله شهراني
د كانونو وزير وحيد الله شهراني

د افغانستان د كانونو وزارت چې د كابل د نړېوال كنفرانس لپاره د يوشمېرسكتوري وزارتونو د كړۍ مشري په غاړه لري وايي، چې د دې كنفرانس لپاره يي د ميلياردونو ډالرو په ارزښت لنډ مهاله او اوږد مهالي پروګرامونه جوړكړي دي. ټاكل شوې، چې د كابل كنفرانس د روانې چنګاښ مياشتې په نهه ويشتمه نېټه جوړشي چې د ګڼو مرسته كوونكو هېوادونو استازي به په كې ګډون وكړي.

د كابل د كنفرانس د جوړېدو په درشل كې افغان دولتې چارواكې وايي، چې په دې كنفرانس كې يي د افغانستان د اقتصادي او بشري پراختيا لپاره د بېلابېلو پروګرامونو طرحې جوړې كړي چې په دې كنفرانس كې به يي د نړېوالې ټولنې استازو ته وړاندې كړي.

د افغانستان د كانونو وزارت چې د كابل ښاروالۍ په ګډون د اوو وزارتونو د كلسترمشري پرغاړه لري واېې د دې وزارتونو زياتره پروژې د برېښنا او د اوبو د بندونو د جوړولو په برخه كې دي.

د كانونو وزير وحيد الله شهراني د يكشنبې په ورځ په كابل كې د كابل كنفرانس ته چې د جوړو شوېو طرحو په اړه معلومات وركول وويل، چې په راتلونكو اوه كلونو كې دوي خپلو پروګرامونو ته اته ميليارد ډالرو ته اړتيا لري چې د كابل په نړېوال كنفرانس كې به ورسره د وركړې ژمنه وشي:

"هغه پيسې چې د افغانستان د اقتصادي او بشري پراختيا د كلستر لپاره وړاندوينه شوې اته ميليارد ډالره دي چې د راتلونكو پنځو تر اوو كلونو پورې به وي او د لنډ مهاله پروګرامونو لپاره مو درې اعشاريه اته ميليارد ډالرو ته اړتيا ده چې د درېو كلونو د مودې لپاره به وي او په دې اړه باندې د دې كړۍ يا كلستر ټول شامل وزيران موافق دي."

د ښاغلي شهراني په وينا د برېښنا د توليد لپاره د اوبو د بندونو جوړول، د سوداګرۍ وده، په ښارونو كې د ژوند ښه والى، د مواصلاتي لارو پراختيا او د كانونو استخراج هغه پروګرامونه دي چې د يوشمېرسكتوري وزارتونو له خوا به د كابل كنفرانس ته وړاندې شي.

د كانونو وزير وويل، چې افغان حكومت هم اړدي چې په دې كنفرانس كې د نړېوالو د مرستو په څرنګوالې نړېوالې ټولنې ته ډاډ وركړي:

"لومړى خو دا كنفرانس دا ځانګړتيا لري چې دا په افغانستان كې لومړي لوي جوړيدونكي كنفرانس دى.

دوهمه ځانګړتيا يي داده، چې په دې كنفرانس كې نه يواځې افغان حكومت به خپل پروګرامونه معرفي كړي بلكې د دې پروګرامو د پلي كولو د څرنګوالي په ميكانيزم به خبري كوي.

د كابل په كنفرانس كې به ډير بحث پر دې وي چې په راتلونكو دوه كلونو كې بايد په سلو كې پنځوس نړېوالې مرستې د افغان حكومت له خوا ولګول شي، چې په دې برخه كې مو له نړېوالو سره د افغانستان له لوېو تمويل كوونكو هېوادونو سره خبرې كړي دي چې هغوي به يي په دې كنفرانس كې اعلان كړي."

مخكې له دې هم د افغانستان په اړه په بېلابېلو هېوادونو كې ورته كنفرانسونه جوړ شوي وو او په دې كنفرانسونو كې د افغانستان د اقتصادي ودې د ښه والي لپاره د ميليونو ډالرو مرستې هم شوي دي.

خو د دغو مرستو د لګولو د څرنګوالي په اړه انتقادوه كيږي، د كارپوهانو په باور په افغانستان كې ډيرې مرسته شوي پېسې يا خو بيرته د مرسته كوونكو هېوادونو له خوا بيرته ور ګرځيدلي او له پاتې برخې ډېرې نور يي بيا د اداري فساد له امله خوړل شوي دي.

كارپوهان وايي، كه چېرې د كابل د كنفرانس د مرستو د مصرف لپاره يو ښه ميكانيزم جوړ نه شي نو دا پيسې به هم په موثره توګه ونه لګول شي.

راپور : ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG