د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې يوه داسې شپږ كسيزه ترهګره ډله يې نيولې، چې غوښتل يې په هېواد كې وران كاري تروريستي عمليات وكړي.
د ملي امنيت وياند سعيد انصاري د شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، د سراج الدين حقاني په ډلې پورې تړلي دغه كسان د زاهدالله په نوم د يوه كس په مشرۍ افغانستان ته راغلي و.
ښاغلي انصاري وويل، د دغي ډلي څارنه د وسلوالو طالبانو د يوه مشر نصرالله منصور د زوى په غاړه وه، چې د پاكستان په ټل كي فعاليت كوي.
”په كابل ښار كې ۶ تنه تروريستان نيول شوي دي، د زاهد په نوم يو كس يې مشري لري، چې د سراج الدين حقاني له ډلې څخه دي او د پاكستان په ټل كې فعاليت كوي.
يادو شوو كسانو سربيره پر دې، چې په كابل ښار كې يې د ځان وژونكو حملو او چاودنو پلان درلود مخكې يې پر امنيتي پوستو پر حملو هم اعتراف كړى دى.“
د ملي امنيت رياست چارواكي وايي، د كابل په شيوه کي سيمه كې د زاهد الله له كور څخه، د ځان وژونكو حملو لس واسكټونه، ۴۵۰ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي، وسلې او نور مهمات نيول شوي دي.
سعيد انصاري وويل، چې بله څلور كسيزه ډله د ملا داود په مشري، چې د دارالامان سړك، ترانسپورټ وزارت او هندوستان پر سفارت يې په ځان وژونكو حملو كې لارښوونه كړې نيولې ده.
همدارنګه نوموړي د علي اكبر په نوم په ننګرهار كې د يوه بل كس د نيولو خبر هم وركړ، چې په دغه ولايت كې يې په بيلابيلو ترهګريزو فعاليتونو كې لاس درلود.
د دغو نيونو خبره داسې وخت كېږي، چې په دې وروستيو كې ختيځ زون په ځانګړي ډول په ننګرهار كې د ناامنيو پيښې ډيرې شوي دي.
خو ښاغلي انصاري په دغه ولايت كې د خپلو لاسته راوړنو په اړه وويل.
”په راتلوونكو ورځو كې به انشا الله په ننګرهار ولايت كې د هغو نيونو په اړه تاسو ته معلومات دركړو.
په ننګرهار كې هم هغه ډلې چې غوښتل يې ترهګريز عمليات وكړي او يوه اندازه يې هم وكړل، د امنيتي ځواكونو د ګړنديو او ماته وركونكو حركتونو سره مخ شوي.
انشاء الله د هغوى فعاليتونه هم په ننګرهار كې لږ سوي دي.“
د افغانستان د ملي امنيت چارواكو تر دې پخوا هم د لسګونو هغو ډلو د نيولو خبر وركړى و، چي په ډېرو خونړيو عملياتو كې يې لاس درلود.
خو داسې انتقادونه هم سته چې دغه كسان تر نيول كېدو وروسته بېرته خوشې كېږي.
افغان امنيتي چارواكي وايي، په دې وروستيو كې په هيواد كې د وسلوالو مخالفينو پر ضد پوځي عمليات لا ګړندي شوي دي.
راپور: معصوم ميوند