د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

اكليل حكيمي: ایران افغان دولت ته د افغان بندیانو ورسپارلو ژمنه وکړه


د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال اكليل حكيمي
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال اكليل حكيمي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه پلاوي، چې په دې وروستيو كې ايران ته سفر كړي وو، وايي، چې ايرن ورسره يو ځل بيا ژمنه كړې چې بندي افغانان به ور سپاري. دغه څلور كسيز هيات د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په مشرۍ ايران ته تللى و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې له ايران سره يې د افغان كډوالو د ستونزو د هواري او د بندي افغانانو په اړه تازه خبرې كړي دي او په دې اړه يې نوي پريكړې هم كړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال اكليل حكيمي، چې د يوه پلاوي په مشرۍ يې تهران ته سفر كړى و، له راستنيدو وروسته يې په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې په دې ليدنه كې ايراني چارواكو يو ځلې بيا د بندي او اعدام شويو افغانانو په اړه معلومات ورنه كړل.

نوموړي وويل، ايران ژمنه وكړه، چي په نږدي راتلونكي كې به د اعدام شويو او بندي افغانانو كره شميره افغان حكومت ته وسپاري.

نوموړي همدا راز وويل، چې د ايران او افغانستان تر منځ د نوي توافق له مخې به په نږدې راتلونكي كې د ايران په زندانونو كې بندي افغانان افغانستان ته وسپارل شي:

"زه شخصاً په دې وروستيو كې ايران ته لاړم، موږ د ايران د بهرنيو كورنيو چارو او د عدليې وزارتونو له استازو سره خبري وكړې، په دې اړه مو دوه موافقې هم وكړي چې د افغان مجرمينو د سپارلو په اړه دې دا موافقي زموږ له خوا بشپړې شوې ان توشيح شوي دي، خو په نږدي راتلونكي كې به يې ايران هم بشپړې كړي او كله مو چې په ګډه تطبيق كولې نو تاسي به خبر كړو."

افغان چارواكو وروسته له هغه له ايراني چارواكو سره په ايران كې د ميشتو افغانانو د ستونزو د هواري په اړه ليدنه وكړه، چې په ايران كې د افغان كډوالو د اوسيدو د ستونزو او په دې هېواد كې د يوشمېر افغانانو د اعدامېدو په اړه د عامو افغانانو انتقادونه زيات شوي دي.

پخوا هم ايراني چارواكو له افغان دولت سره ژمنه كړې وه، چې د اعدام شويو افغانانو د شمير په اړه به معلومات وركوي، خو تراوسه پورې داسې نه دي شوي.

په دې خبري غوڼده كې ښاغلي حكيمي وويل، چې په دې وروستيو كې يې له هند څخه هم ليدنه كړې، چې له هندي چارواكو سره يې د اقتصادي سيمه ايزو مسايلو سر بېره د افغانستان د كانونو په اړه هم خبري كړي دي.

نوموړي وويل، چې افغان دولت هند هڅولى دى، چې د افغانستان د كانونو د را ايستلو په برخه كې پانګونه وكړي.

"زموږ يو پلاوی هند ته ولاړ، دوه اړخيزه غونډې مو وكړې او هغوی مو وهڅول، چې د افغانستان د كانونو په برخه كې پانګونه وكړي.

لكه څرنګه چې د پارلمان د ودانۍ د جوړلو لپاره هند ژمنه كړي، خو موږ ترې وغوښتل چې په خصوصي برخه كې هم پانګونه وكړي، همدا راز موږ له هغوی سره د سيمه ايزو او نړيوالو اړيكو په اړه ډېرې ګټورې دوه اړخيزه غونډې وكړي."

داچې افغانستان د طبعي زيرمو له پلوه يو بډايه هېواد دی، خو افغانستان د دې طبعي زېرمو د راسپړلو لپاره وسايل او پرمختلي ماشين الات نه لري او له همدې امله له دغو زيرمو څخه تراوسه پورې سمه ګټه نه ده اخيستل شوې.

د چارو كتونكي وايي، كه چيرې د افغانستان طبعي زيرمې په سمه توګه را ويستل شي نو په دې هېواد كې به روانې اقتصادي او د بې كارۍ ستونزې هوارې شي.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG