حزب اسلامي هغه راپورونه رد کړي دي چې وايي، د افغانستان په شمال کې د دوي قوماندانانو د طالبانو د مرکزونو او فعالیتونو په اړه دولتي او د ناټو ځواکونو ته استخباراتي معلومات ورکوي.
حزب اسلامي په هغه اعلامیه کې چې پرون خپره کړه ویلي، چې دا راپورونه ناسم دي او دا د حزب پرضد د تبلیغاتو یوه برخه ده.
رویټرز خبري اژانس تېره ورځ د ځمکنیو قواوو د عمومي قوماندان جنرال مرادعلي مراد له قوله په راپور کې همدا راز خبر ورکړ چې په شمال کې د حزب ګڼ شمېر قوماندانان د حکومت د سولې له پلان سره یوځای شوي دي.
په شمال کې د حزب د قوماندانانو په اړه د دې خپرو شوېو راپورونو په اړه احمدتکل په اروپا کې د حزب اسلامي د سولې د جرګه ګۍ د کمیسیون له مشر او د حزب اسلامي له خوا د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته د استول شوي هیات له غړي قریب الرحمن سعید سره چې اوس په ناروې کې اوسېږي، مرکه کړې ده:
ددې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!