د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

بوسنیا، کروشیا او مونتنیګروغواړي افغانستان ته یوګډ پوځي ځواک واستوي

د کروشیا د بهرنیو چارو وزیر ګورډن یاندروکوویڅ
د کروشیا د بهرنیو چارو وزیر ګورډن یاندروکوویڅ

د افغانستان جګړه چې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو لپاره تر نورو ټولو جګړو اوږده او سخته جګړه ګڼل کیږي، د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د پریکړې په اساس جوړ شوي ګډ ځواک (ایساف) ته یي زیاتو ملکونو عسکر ورکړي دي. هېوادونه د خپلو اصولو او قوانینو په اساس په ایساف او پوځي ماموریت کې خپلې ونډې تنظیموي، ځینې هېوادونه په جګړو کې په مستقیم ډول ګډون ته لیواله نه دي او له نورو لارو غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي.

د البانیا، بوسنیا- هرڅه ګووینا، کروشیا، مقدونیا او منتینیګرو د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ د کروشیا په ساحلي ښارګوټې دوبرونیک کی غونډه وکړه.

د کروشیا د بهرنیو چارو وزیر ګورډن یاندروکوویڅ له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، بوسنیا، کروشیا او منتنیګروغواړي
دا دري هیوادونه په ګډه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره روزونکي واستوي
افغانستان ته یو ګډ پوځي ځواک واستوي.

ده وویل، یو امکان دادی چې دا درې هېوادونه په ګډه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره روزونکي واستوي او د کروشیا له پوځي ښوونکو سره چې دا مهال په کابل کې د افغان ځواکونو په روزنې مصروف دي، یو ځای شي.

په غونډې کې د کوسوو د بهرنیو چارو وزیر سکندر حسني د ناظر په حیث ګډون درلود، په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د بالکان د حوزې پنځو هېوادونو البانیا، بوسنیا، کروشیا، منتینګرو او مقدونیا د امریکا له متحده ایالاتو سره د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی واو هدف یي دادی چې د جنوبي اروپا هېوادونو ته په ناټو کې د غړیتوب لار هواره شي.

البانیا او کروشیا په ۲۰۰۹ میلادي کال، ناټوکې شامل شول خو یونان په دې سازمان کې د مقدونیا د غړیتوب مخه ونیوله، یونان او مقدونیا د مقودینا د نامه د استعمال په سرمخالفت او لانجه لري.

د یونان یو شمالي ولایت هم مقدونیا نومیږي او ان له ۱۹۹۱ کال مخکې یعنې هغه مهال چې یوګوسلاویا لا ویشل شوې نه وه، یونان، مقدونیا یوازې د خپل ولایت نوم باله.

کروشیا له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ايساف ځواک ته عسکر ورکړي او دا مهال په افغانستان کې د دې هېواد ۳۲۰ عسکر خدمت کوي.

بوسنیا او مونتینګرو هم په افغانستان کې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې پوځي حضور لري بوسنیا لس او مونتینیګرو دیرش عسکر لري.

له بلې خوا، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویلي د جمعې په ورځ وویل، دوي غواړي تر ۲۰۱۱ میلادي کاله پورې د افغانستان په شمال کې د امنیتي چارو مسولیت افغان ځواکونو ته وسپاري.

ده وویل، د جرمني پوځ باید چې د افغانستان په شمال کې د نهو ولایتونو څخه لږ تر لږه د یوه ولایت چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG