نیویارک ټایمز:
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې یو شمېرافغان تعمیراتي کمپنۍ چې په خپل هېواد کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لپاره په قراردادي کارونو بوخت دي امریکايي لورې په دې تورن کړې چې دوې ته یې پیسې نه دي ورکړې او ان داسې هم پېښه شوې چې یو تن چې ملیونونه ډالره د دې کمپنیو پوروړې دې هېواد يي پریښې او تللې دې.
نیویارک ټایمز لیکي چې قراردادیانو ته د پيسو ورکولو په برخه کې د امریکايي لوري د پاتې راتلوله امله په جنوب کې سل هاوو افغان کارګر بې معاشه پاتې شوي دي.
له همدې امله زیاتې فابریکې او واړه بزنسونه تر دې حده په پورونو کې غرق شوي چې افغان او بهرني چارواکي ویره لري چې امکان لري دا وضعیت به یې په افغانستان کې د تروریزم ضد مبارزې هڅې ناکامې کړي.
سره له دې چې په تېرو څو کلونو کې پر افغان لوري د اداري فساد په خاطرانتقادونه شوي دي په افغانستان کې د بهرنیو کمپنيو د ناسمو کارونو په اړه کمې خبرې شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دې مطلب په ادامه د ایساف د قواو د یوه پوځي چارواکي په حواله لیکي، هغه محدود معلومات چې اوس په افغانستان کې د بهرنیو کمپنیو د ناکردو په اړه خپاره شوي، ښايي د کلاوې سروی، دې پوځي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي چې دا مسله یوازې امریکايي کمپینو ته نه راجع کیږي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان پرحالاتو يوه مقاله خپره کړې چې په هغه کې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه یوه وروستي رپوټ ته اشاره کړې.
واشنګټن پوسټ لیکي په افغانستان کې اداري فساد په داسې حال کې اوج ته رسیدلې چې نړېوالو مرسته کونکو میلونونه ډالره دې هېواد ته لیږلي او په دې توګه وسله والو طالبانو ته د کابل د حکومت د مشروعیت په ضد ښه وسله په لاس ورغلې.
د انټګريټي واچ د ادارې په رپوټ کې چې پرون خپورشو راغلي چې افغانان د خپل هېواد پولیسو او قضایي ارګانونو ته د ترټولو زیات په اداري فساد ککړو په سترګه ګوري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ماموریت په دې هېواد کې د امنیتي ځواکونو پر اعتبار زیاتولو او مسلکي کېدو سخت متکي دې.
د واشنګټن پوسټ په حواله، دا څرګندوي چې اداري فساد په جدي ډول د غریبو افغانانو ژوند تهدیدوي په خاص ډول په لرې پرتو سیموکې چې د ناټوځواکونه د حکومت د کنټرول د پراخولو او د وسله والو طالبانو د ماتولوهڅې کوي.