د افغانستان د اقتصادي پراختيا او خلكو ته د كار موندنې په هدف په كابل كې د يونيم ميليون ډالرو په پانګه د اوړو د توليد يوې لوېې فابريكې په فعاليت پيل وكړ.
د دې فابريكې مشر حاجي عبدالحميد د پنجشنبې په ورځ د فابريكې د پرانيستلو په مهال وويل، چې دغه فابريكه په ۲۴ ساعتونوكې د ۱۵۰ ټنوغنمو د اوړو ظرفيت لري.
نوموړي وويل، چې د داسې فابريكو په جوړولو سره له يوې خوا په هېواد كې اقتصادي وده رامنځ ته كيږي او له بل لوري ډېر شمېر خلكو ته چې بې كاره دي كارونه هم پيدا كيږي:
"دا فابريكه د اوړو د توليد او پروسس فابريكه ده، چې پنځه ډول اوړه توليدوي او د ۲۴۰ ټنه اوړو په ظرفيت جوړه شوې ده.
اوس مهال كوم ماشينونه چې دلته موجود دي، په څلور ويشتو ساعتونو كې د ۱۵۰ ټنه اوړو د توليد وړتيا لري، په دې فابريكې كې يونيم ميليونه امريكايي ډالر لګول شوي دي چې په راتلونكي كې به نوره پانګونه هم په كې وشي.
په يوه شيفټ كې كابو ۵۰ كسان كار كوي چې ۵۰ په سلو كې غنم يي وطني دي او ۵۰ نوريي د قزاقستان څخه را وارد شوي غنم دی."
په همدې حال كې د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو وزير ډاكټرانوارالحق احدي وويل، چې افغان سوداګر بايد په افغانستان كې خپلې پانګې ډېرې كړي ترڅو هم افغاني توليدات پياوړي شي اوهم د دې هېواد اقتصاد پياوړى شي.
ښاغلي احدي څرګنده كړه كه په هېواد كې افغان سوداګر خپل فعاليتونه زيات كړي نو په بېلابېلو برخو كې به بهرته د افغانستان صادرات هم ډېر شي.
د افغانستان د سوداګرى وزير انوارالحق احدي زياته كړه، چې افغانستان تېر كال له بېلابېلوهېوادونو څخه څلور نيم ميليارده ډالره واردت درلودل خو صادرات يې يوازې ۳۵۰ ميليونه ډالره وو.
بلې خوا ته سوداګر او پانګه وال وايي، چې افغان حكومت بايد د دوى لپاره په سوداګريزه برخه او پانګونه كې له هره پلوه اسانتياوې برابرې كړي او د دوى امنيت لكه څنګه چې لازمه ده ټينګ كړي.
د اقتصادي چارو كارپوهان وايي، چې د افغان او بهرنيو سوداګرواو پانګه والو په وړاندې دا مهال په دې هېواد كې ډيرې ستونزې شته چې امنيت او د قوانينو سختوالى تر ټولو مهم دى، دوى وايې چې په افغانستان كې د سوداګرو او پانګه والو د جذب لپاره بايد افغان حكومت د موجوده ستونزو د حل لپاره جدي او چټك اقدام وكړي.