د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې سیمه ایزو سلګونو خلکو مظاهره کړې وه او ادعا یې لرله چې د الینګار ولسوالۍ د شورا په انتخاباتو کې د والي محمد اقبال عزیزي په لارښونه چارواکي ناقانونه لاس وهنه کوي .
د مظاهرې پر وخت د عبدالروف په نامه يوه سيمه ايز مشر تور پورې کړ، چې د لغمان د والي په مشرۍ ولايتي اداره د سيمه ايزو ارګانونو له خوا د ولسواليو لپاره د جوړېدونکو سيمه ايزو شوراګانو په چارو کې نا قانونه مداخله کوي او د خپلې خوښې کسان د شورا ګانو لپاره ټاکي.
ده وويل، لغمان والي محمد اقبال عزيزي د سيمه ايزو ارګانونو د ادارې د ټولو قوانينو په خلاف الينګار ته د ولايت مرستيال، ښاروال، د قرغيو ولسوال او نور مخور چارواکي په انتخاباتو کې د مداخلې لپاره رالېږلي وو.
د علي ګل په نوم يو بل مظاهره کوونکي وويل: والي تر دې وروسته د خپلې خوښې کسان د ولايت په يوه خونې کې سره راټول کړي او د خپلې خوښې شورا جوړوي، چې دا هېڅکله د الينګار ولس ته د منلو وړ نه ده.
ده زياته كړه، دا د لغمان له ولسونو سره سراسر زياتى دى، د لغمان ولس د همدغه زياتي د غندلو په مخه مظاهرې ته راوتلى او تر هغه به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي، چې ترڅو د ولس په خوښه يوه شورا تعين شي.
خو د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد وويل: ولايتي ادارې د ولسواليو لپاره په جوړېدونکو شوراګانو کې مداخله نه ده کړې. ده ازادۍ راډيو ته وويل: له څو ورځو راهيسې دا قضيه روانه ده، کله چې انتخابات وشي يوه بله ډله په برياليو کسانو پسې د ولايت مقام ته عارض شي او وايي چې دا انتخابات نه مني.
والي دوى ټولو ته په ډاګه کړې ده چې په خپل منځ کې سره جوړ شي او د ولس په خوښه يوه شورا رامنځته شي، مظاهره کوونکو د څو ساعتونو لپاره د لغمان- نورستان لويه لار هم تړلې وه.
په داسې حال کې چې د والي ویاند د مظاهري کیدل تایید کړي وو د لغمان والي د مظاهرې کیدل رد کړل.
خو د الینګار ولسوال قاضي ننګیالي ازادي راډیو ته وویل مظاهره وه د خلکو ترمنځ خپل منځي ستونزه ده ، د همدې په خاطر یې مظاهره کړې وه .
قاضي ننګیالي وویل دې خلکو د خپلو مشرانو او د ولسوالۍ چارواکو پر مظاهره کړې وه او تر لسو بجو یې لاره هم تړلې وه .
د لغمان د ولایتي شورا ریس حاجي فضل الرحمن ملنګ هم د ازادۍ راډیو سره په ټیلفوني خبرو کې وویل مظاهر ه شوې وه او پرون یې ځینې استازي ولایتي شورا ته هم په شکایت ورغلي ول. د نوموړي په وینا هلته یوه محلي شورا جوړېږي او ددې شورا د جوړیدو پر سر د خلکو ترمنځ ناندرې شته.
د لغمان د ولایتي شورا مشر زیاته کړه : پرون ولایت یو کمیسون ددې شخړې د هواري لپاره ټاکلی و او سیمې ته ورغلی و.
د ښاغلي ملنګ په وینا په مظاهرې کې د ۶۰۰ په شا او خوا کې کسانو چې د نیازیو او نورو سیمه ایزو خلکو څخه وو برخه لرله .
د لغمان د خبریالانو د ټولنې مشر او په دې ولایت کې د باختر دولتي خبري اژانس مسول شا والي نیازي هم ازادۍ راډیو ته وویل چې خلکو مظاهره کړې وه او لامل یې د ولسوالۍ د شورا د جوړیدو پر سر د خلکو ترمنځ اختلاف و چې یو لوری په کې له دولتي چارواکو نا خوښه و . او مظاهره یې وکړه .
په دې اړه له سیمې د ازادۍ راډیو راپور دلته اورېداى شئ!:
د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ ګڼو خلکو د پنجشنبې په ورځ مظاهره وکړه، مظاهره کوونکو د دغه ولايت د ولسواليو د سيمه ايزو شورا ګانو په جوړېدو کې د ولايتي چارواکو مداخله غندله او پر ضد يې شعارونه ورکړل.