دوى د هډې د زيتونو فارمونه نيولي او له حکومت نه د مرستو په تمه دي، د شاکوکو په نوم يوې مېرمنې وويل: لوښي او د غاړې کالي يې د ميرک بېلې په ټاپو کې پاتې شول او په خپله سرتوره په نيمه شپه سرګردانه له کوره راووته او چې د ماښام په خړه د قاسم اباد وچ تنګي ته ورسېدل؛ لايې ساه نه وه اخيستې، چې د قلعه ملخ او ګاو مېش بېلې خلک ورپسې ور ووتل او تر هغو يې په کاڼو وويشتل، چې د بهسودو ولسوالۍ له حريم نه اووتل.
يوه بل سپين ږيري وويل: د ظاهر شاه بابا اولاد يوو او د پيغمبرامتيان يوواوهمغه د زيتونو فارمونه مو نيولي چې ظاهر شاه بابا جوړ کړي، موږ سرپناه نه لرو، کورونه مو د کابل سيند يوړل او بل درک هم نشته، ولاکه لا د څښلو اوبه لرو، په حکومت باندې زموږ حق دى چې سرپنا راکړي، اوس په تمه يوو چې حکومت به څه وکړي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل، ولايتي اداره په دې غور کوي، چې کډوالو ته يو بل وړ ځاى ومومي ده وويل: ننګرهار والي ته دا خبر ورسېدلى او همدا څو شېبې وړاندې د ننګرهار د ولايت د مرستيال محمد عالم اسحاقزي په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې دا خبره ياده شوه.
هئيت تعين شو او وتلى چې وګوري کډوالو ته کوم ځاى پيدا کړي، ولايتي اداره هڅه کوي چې له کډوالو نه شنه فارمونه وژغوري، بل پلو د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ټولې دولتي ځمکې زورواکو نيولي او يوازې د ننګرهار د ستروسو( نارنج باب) فارمونه پاتې دي.
خلک وايي، که شنه فارمونه په دغسې حالاتو کې خلک ونيسي؛ نو د ننګرهار اقتصاد به لاپسې د ورانۍ په لور وروستل شي.
محمد داود وفا