په داسې حال كې چې د كابل پوهنتون په بېلابېلو پوهنځيو كې د لازمو لابراتواري موادو د نشتوالي په اړه شكايتونه كيږي، د دغه پوهنتون په ساينس پوهنځى كې د زرګونو بوټو په اړه ېو څيړنيزمركز پرانيستل شو.
د لوړو زده كړو د وزرات مرستيال محمد عثمان بابري د دې مركز د پرانيستلو په مهال وويل، چې د هېرباريوم په نوم مركز كې له ټول افغانستان څخه د بوټو ۲۳ زره نمونې راټولې شوې او تر څېړنې وروسته په دغه مركز كې د تدريس لپاره ايښودل شوي.
نوموړي زياته كړه، چې دوى تمه لري چې دغه مركز په يوه علمي زيرمې باندې بدل كړي:
"د كابل پوهنتون د ساينس د پوهنځي د طبي او اقتصادي بوټو د څيړنيز مركز يا هيربانيوم بيا رغونه او جوړېدل يو ښه علمي او اقتصادي ګام دى.
هغه څه چې دلته ترسره شوه، هغه د دې نمونو را ټولول او د هغه جوړول د هربارېوم جوړونې د نړېوالو معيارونو په پام كې نيولو سره او د هغوي ويشل د سيسټماټيك علم په اساس دي.
خوهيله ده چې دا مركز هم د بنسټي او هم د علمي منابعو له پلوه نورهم شتمن شي، بې له شكه دا كار كافي نه دى او موږ غواړو څو په راتلونكي كې هغه لابراتوارونه نورهم مجهزه كړو."
ښاغلي بابري زياته كړه، چې د مالي منابعو په راټولو سره به په دغه پوهنځى كې نور لابراتوارونه هم جوړ شي.
په ساينس پوهنځى كې دغه مركز د امريكا د متحده ايالتونو د سل زرو ډالرو په لګښټ جوړشوى دى.
په كابل كې د امريكا د متحده ايالاتونو د پراختيايي ادارې ريس ( اېرا ګېفك ) وويل، چې دوى به په دې برخه كې له كابل پوهنتون سره خپلې مرستې لا زياتې كړي:
"دغه ارزښت يي يولك ډالره كيږي او دغه پيسې د مختلفوادارو څخه را ټولې شوي دي، دا ډيره مهمه پروژه ده چې په ترڅ كې يي د افغانستان ميراث ساتل كيږي."
كه څه هم د كابل پوهنتون د ساينس د پوهنځي د بيالوژي ډيپارتمنت محصلين د دغه مركز له جوړېدو څخه خوښي څرګنده كړه، خو زياته يي كړه چې د دوى د زده كړې لپاره يوازې دغه مركز بسنه نه كوي.
د كابل پوهنتون د ځينو نورو پوهنځيو محصلين هم شكايت كوي، چې د عملي زده كړو لپاره پوره لابراتواري مواد نه لري او تمه لري چې په نورو پوهنځيو كې هم ورته مركزونه جوړي شي، خو د لوړو زده كړو وزارت چارواكي وايي چې دوى كافي بوديجه په واك كې نه لري.