د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

نورم اوسټنډرډ:د ساختماني پروژو د عملي كولو لپاره ځينې معيارونه ټاكو

د څه باندې دوه ميليونو ډالرو د مرستې د وركړې يو تړون د چهارشنبې په ورځ لاسليك شو
د څه باندې دوه ميليونو ډالرو د مرستې د وركړې يو تړون د چهارشنبې په ورځ لاسليك شو

د افغانستان د نورم او سټنډرد اداره غواړي چې په افغانستان كې د ټولوساختماني پروژو د تطبيق لپاره ځينې ځانګړي معيارونه وټاكي، د همدې هدف لپاره په افغانستان كې د حركت يا موو ادارې د سټنډرډ ملي خپلواكې ادارې ته د څه باندې دوه ميليونو ډالرو د مرستې د وركړې يو تړون د چهارشنبې په ورځ لاسليك كړ، د دغو نوېو معيارونو له ټاكل كېدو وروسته به په افغانستان كې د ساختماني پروژو تطبيق په معياري توګه ترسره كيږي او كه نه نو مجازات كيږي به.

په داسې حال كې چې په افغانستان كې زيات خلك د ساختماني پروژو له كيفيت څخه چندان خوښ نه برېښي، د افغانستان د سټنډرډ ملي خپلواكه اداره وايي، چې دوي غواړي په ساختماني برخه كې ځينې ځانګړي اجباري معيارونه وټاكي څو كيفيت ښه شي.

د سټنډرډ د ملي خپلواكې ادراې يا انسا مشر پوپل زي پوپل په دې اړه د چهارشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل، چې دغه نوي معيارونه چې دوي ورته ساختماني كودونه وايي په څلورو بېلابېلو برخو كې جوړيږي:

"اول كوډ يي مهندسي دى، په مهندسي كې هغه پروګرامونه چې په ډيزاين پورې ارتباط لري هغه كوډونه بايد مشخص شي.

دوهم ساختماني كوډونه دي چې په هغه كې خپله ساختمانونه دي، كانكريټ دى، مقاومت دى او نور مسايل دي.

كوډونه د شهرا دي چې په هغې كې سركونه هغه سركونه چې يو هېواد له بل هېواد سره نښلوي هغه بايد څومره مقاومت ولري او بل هغه سركونه چې يو ولايت له بل ولايت سره نښلوي هغه بايد څومره مقاومت ولري."

ښاغلي پوپل وړاندې وويل، چې د دغه نوي تړون له مخې به دغه ساختماني كودونه يا معيارونه په راتلونكو دوو كلونو او څلورو مياشتو كې جوړ شي او بيا به د تصويب لپاره د وزيرانو شورا ته وړاندې شي او كله چې د وزيرانو شورا د اجباري معيارونو يا كودونو په توګه دا تصويب كړي نو بيا به ټول هغه كسان چې پروژي تطبيقوي دغه معيارونه بايد رعايت كړي او كه نه نو په قانون كې ورته ځيني سزاګانې هم ټاكل شوي دي.

د حركت يا موف د ادارې مشر سيد سليمان فاطمي وويل، د دوي ادارې د دغو كودونو يا معيارونو د جوړېدو په برخه كې ځكه مالي مرسته وكړه چې په دې سره په افغانستان كې په ساختماني برخه كې معيارونه ښه كيږي او د پانګوالو ترمنځ يو رقابت رامنځته كيږي:

"په اوس وخت كې زياتې پروژې بين المللي شركتونو ته ځي بيا دوي يي افغاني شركتونه ته وركوي او بيا هغه افغاني شركت دوه يا درې نور شركتونه اخلي، چې دا شركتونه نه شي كولاى چې لومړى لاس پروژې ترلاسه كړي."

ښاغلي فاطمي وړاندې وويل، چې دا مهال په افغانستان كې شاخوا ۳۵۰۰ لوى او كوچني ساختماني شركتونه دي، خو كوچني شركتونه زيات وخت نه شي كولاى چې لومړى لاس پروژې ترلاسه كړي ځكه له دوي سره ټاكلي معيارونه يا كودونه نشته خو كله چې دغه كودونه جوړ شي نو بيا به دغه ستونزي نه وي او په اسانى سره به كولاى شي چې له لويو شركتونو سره سيالۍ وكړي.

په افغانستان كې زيات خلك له هغو ساختماني پروژو څخه چې په دې هېواد كې پلي كيږي چندان خوښ نه بريښي ځكه دوي وايي، كه دا سړك وي، كه ښوونځى، كه پول او يا بل هر څه نو له جوړېدو څخه يي يواځې څو مياشتې وروسته ليدل كيږي چې د خرابېدو په حال كې وي او كارپوهان وايي چې دا ځكه چې په دې هېواد كې په ساختماني برخه كې تر اوسه پورې يواځينى ځانګړې معيارونه نه دي ټاكل شوي.

مجاهد جواد
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG