په داسې حال كې چې په دې وروستيو كې په ملي او نړېواله سطح له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د احتمالي وتلو په اړه بحثونه كيږي نړېوال سوله ساتي ځواكونه او د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې بهرني ځواكونه به هغه مهال له دې هېواد څخه ووځي چې افغان ځواكونه په بشپړه توګه له خپل هېواد څخه د دفاع جوګه شي.
د ايساف ځواكونو وياند د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان د دفاع وزارت له وياند سره په يوه ګډ خبري كنفرانس كې وويل، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل د دې هېواد له شرايطوسره تړاو لري نه كوم ځانګړى زماني جدول پورې.
د نړېوالو سوله ساتو ځواكونو وياند جنرال جوزيف بلاټز په دې اړه وويل:
"زما له نظره تر راتلونكو څلورو يا پنځوكلونو پورې د مسووليتونو ليږدول، يوه دقيق ټاكل شوي زماني جدول ته په پام نه ترسره كيږي بلكه د مسووليتونو انتقال به د هغو شرايطو پراساس ترسره شي چې په مخكې دي، په دې اړه بايد هيڅ ډول اندېښنه نه وي موجوده.
په دې برخه كې ډيره مساله داده چې افغان امنيتي ځواكونه د شمېر او كيفيت له پلوه ښه پياوړي شي."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د احتمالي وتلوله امله په دې وروستيو كې د دې هېواد په دننه او بهر كې ګرم بحثونه كيږي او دې مسالې په سياسي كړېو كې ځينې اندېښنې هم راپارولي دي.
ان د امريكا د جمهوريت غوښتونكو ګوند يوه سناتور جان مككن ويلي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو ژر وتل به د نړېوالې ټولنې يوه ستره تېروتنه وي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهرعظيمي وويل، چې ښايي د ناټود ځينوغړو هېوادونو ځواكونه ژرله دې هېواد څخه ووځي، خو ده ډاډ څرګند كړ چې نړېوالې ټولنې او امريكا له افغانستان سره ژمنه كړې چې د امنيتي ځواكونو له سم پياوړي كېدو مخكې به يې يوازې پرې نږدي:
"مهم دادى چې د افغانستان د ناټواوامريكا سره دا ژمنه كړې چې تر هغه وخته پورې چې افغان ځواكونه دومره ظرفيت پيدا كړي، چې داخلي او بهرنى امنيت وساتي دوي دلته وي."
د امريكا ولسمشر بارك اوباما د افغانستان لپاره په خپله ستراتيژۍ كې څرګنده كړې چې د۲۰۱۱ ميلادي كال د جولاى په مياشت كې به د امريكايي ځواكونو تدريجې وتل له دې هېواد څخه پيل شي، خو په عين حال كې يې ټينګار كړى چې ترهغه وخته بايد افغان امنيتي ځواكونه له كمي او كيفي پلوه د خپل هېواد د امنيت ساتلو جوګه شي.
بل لور ته د افغانستان په هره سيمه كې د خلكوغوښتنه داده چې بايد بهرني ځواكونه له افغانستان څخه ژر ووځي او د امنيت ساتلو مسووليت افغان ځواكونوته وسپاري.
ناټو ځواكونو همدې مسالې ته په پام په روان ميلادي كال كې د افغان امنيتي ځواكونو د ښوونې او روزنې او په پوځي تجهيزاتو د هغوي د سمبالولو مسالې ته پاملرنه زياته كړې ده.