د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۴

د غزني د تاريخي ښار د بيا رغاونې لپاره نوى پلان


دغزني ولايت د تاريخي سيمواواثارو د بيارغاونې پلان د افغان دولت له خوا بشپړشو
دغزني ولايت د تاريخي سيمواواثارو د بيارغاونې پلان د افغان دولت له خوا بشپړشو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د غزني ولايت د تاريخي سيمواو اثارو د بيارغاونى پلان د سې شنبې په ورځ په كابل كې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو، د نړېوالې ټولنې استازېو اود مرستندوېو موسسو مسئولينو ته تشريح كړ، د افغانستان د بهرنيو چاروزارت وويل د دې پلان په عملي كېدو څه باندې سل ميليونه ډالره لګيږي او پرته د نړېوالې ټولنې له مرستو ناممكه دى. د غزني ولايت چارواكووويل اوس مهال د دې پروژو يو لړكارونه پيل شوى، خو ډير كار او ډيروپيسو ته ضرورت احساسيږي.

دغزني ولايت د تاريخي سيمواواثارو د بيارغاونې پلان د افغان دولت له خوا بشپړشو،د دې پلان له مخې ټاكل شوى ده چې په دې ولايت كې، د بيارغاونې څه باندې ديرش مختلفې پروژې بشپړې شي، خو افغان چارواكي وايي، چې د دې پروژو پلي كېدل د نړېوالې ټولنې له مالي او تخنيكي مرستو پرته نه شي بشپړېدلاى.

دا پلان د سې شنبې په ورځ ناوخته، د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت كې د نړېوالې ټولنې استازېو، بهرنېو سفېرانو اود موسسو مسئولينو ته په مفصله توګه تشريح شو.

د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال عمرسلطان د جوړې شوې ناستې په هكله خبريالانو ته وويل:

(موږ د دوستو هېوادونو مرستې جلبول غواړو، افغان حكومت لس ميليونه ډالره دې ته ځانګړې كړي دي خو څرنګه چې پروژه پراخه او وخت كم دى.

موږ ۱۲۰ ميليونو ته اړتيا لرو،هيله ده نړېواله ټولنه له موږ سره مرسته وكړي او تر۲۰۱۳ كال پورې دا پروژه بشپړه شي.)

څه باندې دوه كاله د مخه، د اسلامي هېوادونو د فرهنګي چارو د وزيرانو په غونډه كې پريكړه شوى وه، چې د غزني ښار بايد په دوه زره ديارلسم ميلادي كال كې د اسلامي فرهنګ د مركز په توګه ونومول شي.

د افغانستان د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت هڅه كوي، چې تر ټاكلي نېټې پورې د غزني په ولايت كې په لسګونو پروژې بشپړې كړي.

مسئولينو وويل، په دې پروژو كې د مشهورو تاريخي شخصيتونو د زيارتونو ترميمول، د سړكونو، پاركونو، ماركيټونو، هوټلونو، موزيمونواو هوايي ډګر جوړول شامل دي.

د غزني والي موسى اكبرزاده وويل، چې له تېر كال راهيسې د دې پروژو له جملې څخه د يو څو كارونه پيل او پر مخ روان دي:

(له بده مرغه له موږ څخه د غزني ولايت د بيا رغاونې د پروژې كارونه درې كاله وځنډيدل.

اوس مو لږ كار پيل كړى دى او هڅه كوو چې ددې ولايت د ولايتي بيا رغاونې ټيم و هڅوو چې په دې برخه كې مرسته وكړي.)

افغان چارواكو وويل تر اوسه دولت توانيدلى چې دغو پروژو ته لس ميليونه ډالره ومومي، كارپوهان وايي چې دا يوه پراخه پروژه ده او دولت بايد له دوه زره اووم كال څخه دې ته تدابير نيولى واى.

دوى اندېښنه ښيي چې په غزني كې امنيتي وضيعيت هم د ډاډ وړنه دى او دوه زره ديارلسم كال ته هم د پروژو د اهميت په پرتله لږه موده پاتې ده.

خو افغان چارواكي وايي، چې دولت د يادې شوى پروژې پلي كېدو ته يو كميسيون جوړ كړى چې څو وزارتونه په كې شامل او هر يو به په خپله برخه كې، د پروژوعملي كېدو ته تدابير نيسي.

مسئولينو دا هم وويل، د غونډې ګډون وال به د ترتيب شوى پلان له دقيقي مطالعې وروسته د هغوي د مرستو د وركړې تصاميم اعلان كړي.
XS
SM
MD
LG